د امریکا پوځ: تراوسه د سرتیرو ایستلو په هکله څه نه دی راته ویل سوي

د امریکا پوځ: تراوسه د سرتیرو ایستلو په هکله څه نه دی راته ویل سوي

تراوسه پوري داسې ګنګوسي دي چې ګواکي امریکايي ځواکونه به له افغانستانه ووزي، خو تراوسه پوري ددوی د وتلو او نه وتلو څرګ نه لګیږي.
امریکا پوځ ویلي تراوسه یې له افغانستان د وتلو په اړه کومه سپارښتنه نه ده ترلاسه کړې افغانستان ته د نواډا د نشنل ګارد د سرتېرو د لېږلو په مراسمو کې ویلي سوي، دوی پر خپل نظامي ماموریت تمرکز کوي او تر دې دمه یې د سرتېرو د ایستلو یا کمولو په اړه هېڅ ډول لارښوونه او امر نه دی ترلاسه کړی.
راین مک کارټي ویلي، چې دوی په افغانستان کې د افغان پوځ روزنې او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ادامه ورکوي او امریکایي سرتېرو ته هم په کار ده چې پر خپل ماموریت تمرکز وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې ویلي وو چې ډیر ژر به خپل پوځیان له افغانستان وباسي



د امریکا پوځ،له افغانستان د وتلو
t