جک کین: پر امریکا ږغ کړی چې د وتلو په هکله دي بیړه نکوي

جک کین: پر امریکا ږغ کړی چې د وتلو په هکله دي بیړه نکوي

یو پخواني امریکايي جنرال پر امریکا غږ کړی چې د وتلو په اړه دې بېړه نه کوي او د افغانستان د وضعیت په اړه دې ځان ډاډمن کړي.
پخوانی امریکايي جنرال جک کین ویلي چې ښايي د امریکا له وتلو وروسته افغانستان د ترهګرو په مرکز بدل سي
هغه ویلي که امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي، نو القاعده او نورې ترهګرې ډلې به په دغه هېواد کې اډې او مرکزونه جوړ کړي.
جک کېن له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي په افغانستان کې لا هم د ترهګرو نشتون او ددوی ماتې منل د اندېښنې وړ مسئله ده او امریکا ته په کار ده چې په دې اړه ځان ډاډه کړي.
دې جنرال ویلي چې ترهګر به افغانستان کې قوي اډې جوړي کړي او نړۍ ته به یو لوی ګواښ متوجې وي




t