د فرانسې خارجه وزیر پاکستاني سیال سره غږیدلی

د فرانسې خارجه وزیر پاکستاني سیال سره غږیدلی

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره ټلیفوني خبرې کړي.

په دغو خبرو کې د نورو مسایلو ترڅنګ د هند او پاکستان پر وروستیو اړیکو، په ځانګړي ډول د کشمیر پر سر د وروستۍ ناندرۍ په تړاو خبرې شوي.

فرانسې له دواړو هېوادونو غوښتي، چې دغه جنجال په سوله ییز ډول حل او د اړیکو له خړپړتیا ډډه وکړي.




t