روسیه او چین د امریکا د توغندیز ازمیښت خلاف غونډه کوي

روسیه او چین د امریکا د توغندیز ازمیښت خلاف غونډه کوي

د روسیې او چین په غوښتنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا د وروستیو توغندیزو ازمیښتونو په اړه ځانګړې غونډه کوي.

ټاکل شوې، چې دا غونډه سبا پنجشنبه جوړه شي.

د غونډې موخه دا ده، چې امریکا ولې د منع شویو توغندیو پر ازمیښت لاس پورې کړی دی.

امریکا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.




t