کابل: د روزنتون د یوه ماشوم پښتورګه غلا شوې

کابل: د روزنتون د یوه ماشوم پښتورګه غلا شوې

د کابل د یوه روزنتون یتیم زده کوونکي ادعا کړې، چې په روزنتون کې چا بې هوښه کړی او یوه پښتورګه یې ترې ویستې.

د هغه عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، چې دی پکې په دې اړه د عدالت غوښتنې غږ کوي.

کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې دا موضوع نه شي تاییدولی، خو څېړنه به یې وکړي.

په وروستیو کې په افغانستان کې د پښتورګو یا ګردو د خرڅلاو خبرونه زیات شوي وو، خو دا لومړی ځل دی چې په روزنتون کې د یوه ماشوم د پښتورګې د غلا ادعا کیږي.




t