ټرمپ: د هند او پاکستان منځګړتوب کوم

ټرمپ: د هند او پاکستان منځګړتوب کوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د کشمیر د لانجې پر سر د هند او پاکستان منځګړتوب ته چمتووالی ښودلی.

هغه په یوه تازه وینا کې ویلي، چې کشمیر د هندوانو او مسلمانانو ګډ ځای دی او دواړه لوري پکې ژوند کوي.

ده دې ته په اشارې سره ویلي، چې دواړه هېوادونه باید صبر او حوصله ولري.

امریکایي ولسمشر د دې لانجې د حل لپاره د ټولو ممکنه هڅو ډاډ ورکړی.

مخکې هند د ټرمپ د منځګړتوب غوښتنه رد کړې وه.




t