امريکا:ايران په سيمه کي ترهګري غواړي

امريکا:ايران په سيمه کي ترهګري غواړي

د امريکا د بهرنیو چارو وزير مايک پمپيو د ملګرو ملتونو امنیت شورغ په غونډه کي وويل،چي ایران په سيمه کي ناامنۍ او ترهګرۍ ته لمن وهي.

غونډه،چي د منځني ختیځ د سولې او پر امنیتي چلنچونو بحث ته ځانګړې شوې، د امريکا د بهرنیو چارو وزير په مشخص ډول د ایران نوم واخیست او تهران یې بیا تورن کړ چې تهران او نیابتي ځواکونه یې د عراق، لبنان، سوریې او یمن په کړکېچونو کې ترهګرۍ او ناکرارۍ ته لمن وهي چې ناوړه بشري عواقب یې رامنځته کړي دي.

پر ایران د ملګرو ملتونو له خوا د لګول شویو بندیزونو په ترڅ کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د قدس د ځواک پر قوماندان قاسم سلیماني د سفر بندیز هم لګول شوی دی. پر نورو ۲۳ ایراني چارواکو هم د سفر بندیزونه لګول شوي دي.

 




t