پرحباس؛ له انوشکا شیټي سره د میني د رابطې لرل رد کړه

پرحباس؛ له انوشکا شیټي سره د میني د رابطې لرل رد کړه

د تامیل (باهو بالي) فلم ستوری پرحباس د هندي رسنیو هغه ادعاوې چي ګواکي یاد سېنمايي ستوری د تامیل فلمونو د ښکلې اونوموتي سېنمايي ستورې انوشکا شیټي سره د میني اړیکي لري رد کړي دي. هغه په یوه تازه مرکه کي ویلي دي چي له انوشکا شیټي سره د میني رابطه نه لري.

څو ورځي وړاندې هندي رسنیو د باهو بالي د یاد دوه نوموتو سېنمايي ستورو پرحباس او انوشکا شیټي په اړه په یو راپور کي ویلي وه، چي هغوي له یو او بل سره د میني اړیکي لري او دا یي هم ویلي وه چي دواړه به واده سره وکړي.

د( باهو بالي ) فلم ستوری پرحباس د ټامیر اف انډیا سره په یوه تازه مرکه کي ویلي دي:(( که چیري زما اود انوشکا شیټي ترمنځ داسي کوم څه وايي، نو تاسو به موږ سره یو ځاي په دا تیر دوه کالو کي لیدلي وای. موږ یو ځاي نه یو لیدل سوي، نو البته دا یوه اوازه ده. موږ ممثلین یو، خلک باید موږ صحي وپیژني، دا یوه اوازه ده، که خلک اوس هم باور نه کوي نو زه ورسره کومه مرسته نه سم کولاي.))

پرحباس او انوشکا شیټي په باهو بالی فلم کی.

پاته دي نه وي، چي پرحباس او انوشکا شیټي په (باهو بالي) مشهور فلم کي د کار کولو وروسته چي یاد فلم ډېر زیات مشهور سو، فلمي نړۍ کي خاص شهرت پیدا کړ.



تامیل فلمي نړۍ
t