د ټاټوبي اوونيزي تېر لس کلن فعاليت څنګه ارزوی؟

د ټاټوبي اوونيزي تېر لس کلن فعاليت څنګه ارزوی؟

احمدشاه قادري د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست رئيس

مطبوعات زموږ ټولنه د وروسته پاته حالت څخه وتمدني، یا مدنیت ته رهبري کوي. کله چي په یوه ټولنه کي غواړو د هغو د افکار څخه ژر ځان خبر کړو، نو باید مخکي د هغې ټولني مطبوعات تعقیب کړو، کله چي مو مطبوعات تعقیب کړل، بیا راته معلومېږي چي دا ټولنه په کوم حالت کي ده. په تېرو دوو لسیزو کي چي موږ کله د بیان آزادۍ ته داخلېږو او یا نوی ګام اخلو، زما په نظر، دا زموږ د ټولني د پرمختګ زېری راکوي او موږ دې ته هڅه وي چي لا موږ هم نور د مطبوعاتو په برخه کي لاسته راوړني ولرو. په افغانستان کي د نورو برخو تر څنګ په تېرو اتلسو کالو کي موږ په مطبوعاتي برخه کي هم ښه لاسته راوړني درلودلي دي، له هغې جملې څخه چاپي، صوتي او تصویري رسنۍ دي. که څه هم تر تصویري او صوتي رسنیو په پرتله چاپي رسنۍ یو څه کم رنګه دي او زیات خلک د خپل ذوق مطابق د صوتي او تصويري رسنیو څخه استفاده کوي، خو بیا هم چاپي رسنۍ زموږ د نورو مطبوعاتي برخو تر څنګ په افغانستان کي مخ پر وده رواني دي، چي له جملې څخه يې یوه هم (ټاټوبی اوونیزه) ده. ټاټوبی اوونیزه د ټول افغانستان په کچه هغه اوونیزه ده، چي د تېرو یوولسو کونو راهیسي خپل فعالیت کوي. د تېرو یولسو کلونو راهیسي د ټول افغانستان خلک د مهمو او په زړپوري اجتماعي، اقتصادي او سیاسي موضوعاتو څخه خبر کړي دي. ټاټوبی اوونیزه د نورو مطبوعاتو په توپیر، ډېري ځانګړني لري، چي یو ځانګړنه یې دایمي فعالیت دی. موږ ولیدل چي په تېرو اتلسو کلونو کي ځینو رسنیو فعالیت پیل کړی، د یو څه عمر فعالیت وروسته یې فعالیت ټکنی وو (کله به یې فعالیت درلود او کله به يې بیا نه و) ځیني خو بېخي له فعالیت څخه لوېدلي دي، خو ټاټوبی اوونیزه د تېرو یوولسو کلونو راهیسي بېله وقفې چاپېږي. بله ځانګړنه یې دا ده، چي د خبرونو او مقالو او لیکنو تر څنګ په خپل څنګ کي د ټولني د هر قشر نظرونه اخلي او په هره ګڼه کي پر مختلفو موضوعاتو نظرونه راټولوي. بله ځانګړنه یې دا ده، چي په ټولنه کي عامه اګاهي ترسره کوي، زیات وخت ځیني موضوعات داسي پېښېږي چي تحلیل ته ضرورت لري، ټاټوبی اوونیزه مبهمه موضوع په ښه توګه تر لوستونکو پوري رسوي. نو په همدې خاطر، ټاټوبی اوونيزه زما خوښ ده، هر وخت یې د ښو مطالبو څخه برخمن کېږم.

عبدالسمېع غیرتمل په کندهار کي د خبریالانو د همږغۍ د مرکز (نی) مشر

د ټاټوبي اوونیزي يوولس کلن رسنیز سفر دي د دې اوونیزي مشرتابه، کارکوونکو  او لوستونکو ته مبارک وی، چي په بریا سره یې طۍ کړی دی. واقعاً يوولس کاله د یوې مطرح رسنۍ چلول عادي خبره نه ده، په ځانګړي ډول د چاپي رسنیو، خو د ټاټوبي اوونیزي مشرتابه دا اوونیزه په خورا ښه انداز چلولې ده او تر ډېره یې پکي ملي ګټو ته هم ترجېح ورکړې ده. ټاټوبی اوونیزه د دې سره-سره چي په چاپي رسنیو کي ځانګړی ځای لري، په دې وروستیو کي د خپلو مینه والو لپاره په اوونیزه کي ځانګړو برخو ته ځای ورکړی دی، چي دایې د نوښت او پرمختګ یوه بله بېلګه ده. د دې تر څنګ د ټاټوبي اوونيزي یو بل نوښت دا دی، چي د خلکو د ږغ په برخه کي يې ځانګړي صفحې بېلي کړي دي، آن د ټولنیزو رسنیو ځیني مطرح نظرونه هم پکي چاپېږي او د خپلو مینه والو پوري یې رسوي. خوشبختانه ټاټوبي اوونیزي د دې سره-سره چي په چاپي رسنیو کي خپل فعاليت ته ادارمه ورکوي، د انټرنټ په مټ یې د کاروبار او (ټاټوبي انلاين بازار) په نوم يې نوی نوښت کړی دی. کېدلای سي یواځنۍ چاپي رسنۍ به وي، چي په راتلونکي کي به خپل د چاپ او کار لګښت پخپله پوره کوي. زه د دې معتبري رسنۍ مسؤلینو، کارکوونکو او مینه والو ته یو ځل بیا د دې اوونیزي د (يوولسمي کلیزي) مبارکي وایم. د ټاټوبي وزر دي، پر همدې ټاټوبي (افغانستان) تل وي.!

احمد لودین د کندهار د خبريالانو د مرکز KJC مشر

لومړی ز د ټاټوبي اوونيزي ادارې ته مبارکي وايم، چي پوره يوولس کاله يې مطبوعاتي فعاليت وکړ او په ډېرو سختو وختونو کي يې خپل رسالت ترسره کړ. په داسي يوه ټولنه کي چي د بيان آزادي لا ځوانه ده، د داسي يوې چاپي رسنۍ شتون ډېر مهم برېښي او بايد خپلو نشراتو ته ادامه ورکړي. که د چاپي رسنيو ارزښت ته وکتل سي، نو تېر تاريخ ته په کتلو سره د صوتي او انځوريزو رسنيو په پرتله زيات اهميت لري، ځکه چي که په چاپي رسنۍ کي يوه موضوع خپره سي، نو تر ډېره وخته پاتي کېدلای سي او د راډيو او ټلوېزيون په پرتله يې زيات کسان ګوري. په عموم کي په چاپي رسنۍ کي داسي څه خپرېږي، چي تر ډېره تحليلي او ټولنيز وي، په داسي مسايلو کي بيا نوي موضوعات ډېر مهم او بايد ځای ورکول سي، ما چي په تېره لسيزه کي د ټاټوبي اوونيزي لوستنه او کتنه کړې ده، همدا معيار يې پوره کړی دی او که ووايم چي په تول پوره مسايل یې انعکاس کړي دي، نو هم به مبارلغه نه وي. د خلکو ږغ پورته کول او تر مسؤلو چارواکو رسول، د دې اوونيزي يوه بله لويه ځانګړتيا ده، ديني، کلتوري او سيمه ييز مسايل خپرول يې تر ډېره ښه دي او د خلکو د اړتيا سره سم خپاره سوي دي. د وطن د ناخوالو د له منځه وړلو لپاره ملي مسايل خپرول، د دې اوونيزي بله ځانګړتيا ده، ځکه اکثريت وختونه د يوې موضوع عمق ته تللي وي، چي يوه کليمه يې يو عالم خبري لري. د يوې محلي رسنۍ لپاره يوولس کاله وخت پوره کول، بېخي ډېره موده ده او دا چي ټاټوبي دا موده پوره کړې ده، نو زه ډا ډه يم چي ښه مديريت به لري. په دې هیله چي دا اوونيزه همداسي خپل دوام ته ادامه ورکړي او پر وخت چاپ سي .

جاوید احمد تنوير د کندهار پریس کلب مشر او د یک ټلوېزيون خبريال

ټاټوبي ته د کليزي د مبارکۍ په پلمه د ټاټوبي اوونيزي مسؤل مدير، ټولو کارکوونکو او لوستونکو ته د دې اوونيزي د يوولسمي کليزي مبارکي وايم.

په حقيقت کي دې اوونيزي په تېرو یوولسو کلونو کي خپل مطبوعاتي يون د مطبوعاتو د اصولو او قوانينو په چوکاټ کي خورا ښه ساتلی او هري ستونزي او د ولس ږغ پورته کولو ته يې پر وخت رسېدګي کړې.

په نږدې دوو لسيزو کي په افغانستان کي خورا زياتو چاپي رسنيو د موقت وخت لپاره فعالیت راپيل کړ، خو د بهرنیو مرستو د درېدو سره دوی هم خپل فعالیتونه ودرول. ټاټوبی اوونيزه په کندهار کي د لومړنيو اوونيزو څخه ده، چي په تېرو يولسو کلونو کي په مسلسل ډول چاپېږي او د چاپي رسنيو په لیست کي يې خپل ځای ثابت ساتلی دی.

ټاټوبی اوونيزه د هغو اوونیزو په کتار کي ده، چي حساب پر کېږي او ولس ورڅخه د ډېر کار توقع لري.  په تېرو یوولسو کلونو کي دې اوونيزي د خلکو ږغ، ستونزي، د حکومت لاسته راوړني نشر کړي، د حالاتو مطابق يې مقالې او خپروني نشر کړي او زيات مهال يې چارواکي خپلو کارونو ته متوجه کړي دي.

کندهار خبريالان او کندهار پریس کلب خوشحاله دی، چي دې اوونيزي په تېرو یوولسو کلونو کي هيڅ یوه مطبوعاتي تخطي نه ده کړې او په مسلکي ډول خپل کارونه مخ ته وړي. موږ هيله مند یو چي لا مطبوعاتي کارونو ته د اصولو او قوانينو په چوکاټ کي ادامه ورکړي او ډا ډه یو چي په خپلي اوونيزي کي به لا نوښتونه رامنځ ته کوي او مخ ته به ځي.

زه د دې اوونيزي مسؤلينو، کارکوونکو او ټولو لوستونکو ته مبارکي وایم او د لا بریا هیله ورڅخه کوم.

بصيرالحق عادل لیکوال او ژونالیست

سره له دې چي په افغانستان کي د بېلابېلو رسنيو بازار ګرم دی، خو چاپي رسنۍ بيا هغه دي چي ډېری لږ عمر لري. موږ او تاسو مطرحي چاپي رسنۍ وليدلې چي ښه مالي امکانات او ملاتړ يې هم درلود، خو ډېری يې داسي دي چي له يوه کال يې ډېر عمر نه دی کړی، لوی لامل به يې دا وي چي يا به يې مديريت ناسم وي، يا به سمه کاري ډله نه لري او يا به يې ملاتړ کوونکو ته ځان نه وي ثابت کړی. دغه راز مسلک او مسلکي چلند يو بل لامل دی چي د نه مراعت له امله يې ډېری چاپي رسنۍ وتړل سي. ټاټوبی اوونيزه چي د فعاليت يې يوولس کلونه تېر سول، زموږ په هيواد کي د ژورناليزم پر ډګر دا لوی او هيښوونکی مزل دی. فکر نه کوم چي بله چاپي رسنۍ دي په داسي ټولنه کي دومره اوږد ژوند وکړي. ټاټوبی اوونيزه له تېرو شپږو کلونو راهيسي لولم او کار هم ورسره کوم. د يادي اوونيزي د ډېر عمر څو لاملونه دي: لومړی – مديريت يې په سم ډول کېږي، فعاله او هڅانده کاري ډله لري، له دې امله يې ژوند اوږد سو او لا به ډېر سي. دوهم – د ټولني او خلکو د ذوق سره سم مطالب خپروي، مثلاً: سياست، ادب، معلوماتي، روغتيايي، سپورټي، فلمي او يو شمېر نورو برخو کي هم مطالب خپروي، چي زموږ په ټولنه کي په هره برخه کې لوستونکي او مينه وال لري. که يوه رسنۍ يواځي په يوه برخه کي فعاليت وکړي، نو محدود کسان به يې ولولي. درېيم – ټاټوبی اوونيزه په ډېرو کمو امکاناتو کار کوي. دوی ته د مادياتو پر ځای، معنويات مهم دي. کاري ډله يې په ډېر لږ امتياز، ډېر کار کوي، چي دا له يوې خوا خپله د اوونيزي د مشر او کارکوونکو تر منځ ښه همغږي او صميمانه اړيکو ښکارونديي هم کوي. نو همدا لامل دی چي همکاران يې ښه په اخلاص کار کوي. هر مشر بايد د خپلو کارکوونکو سره دغسي صميمانه او دوستانه اړيکي ولري. ټاټوبی دي سل کلن سي او همکاران دي يې ژوندي او ګړندي وي.

بشیراحمد فیضان لیکوال او ژونالیست

ټاټوبی د هر افغان د زړه خواله په کندهار کي یواځنی همدا ټاټوبی اخبار دی چي له زوال سره نه دی مخامخ سوی او موږ په تېرو پنځلسو یا شپاړسو کلونو کي ولیدل چي په لسهاوو ورځپاڼي، اخبارونه او اوونیزي راووتې، خو تر یوې لنډي مودې وروسته بیرته يو په بل پسي ورکي سوې. یواځنی اخبار چي زما په یادېږي همدا ټاټوبی دی چي تر اوسه يې خپل ځان ساتلی او له زوال سره نه دی مخامخ سوی. زه يې پر مضامینو ځکه بحث نه کوم چي هره اوونۍ يې مطالب لولم او هره اوونۍ نوي څه ترې وینم. که څه هم اوس اجتماعي رسنۍ زیاتي دي او هر څوک معلومات په ثانیو کي ترلاسه کوي، خو ټاټوبی اخبار د یوې رښتيني رسنۍ په توګه اوس هم مینه وال لري او زه يې خپله یو لوستونکی یم او هر هفته راته رسېږي او زه يې سر تر پایه لولم. ای کاش چي زموږ ټولي راوتلي ورځپاڼي او اخبارونه فعاله وای. متاسفانه چي زموږ اکثره رسنۍ له اقتصادي بحران وروسته بندېږي، زموږ دولت هم دومره همکاري نه کوي چي د آزادو رسنیو لپاره یو څه مرسته وکړي، زه د خصوصي سکټور څخه مننه کوم چي خپل لاس يې چا ته نه دی اوږد کړی او په خپل مالي لګښت يې ځان ساتلی او لا يې هم ساتي. زه دعا کوم چي زما د وطن ټولي هغه رسنۍ چي اوس له کاره لوېدلي، بیرته فعالیت پیل کړي او د خلکو ستونزي راوسپړي.



ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t