د امريکا ولسمشر ډنمارک ته خپل سفر لغوه کړ

د امريکا ولسمشر ډنمارک ته خپل سفر لغوه کړ

د امريکا ولسمشر ډونالډټرمپ پر خپل ټويټر ليکلي،چي ډنمارک ته يې خپل سفر،چي له تېرو دوه اوونیو راهیسي ورته پلان جوړ سوی ځنډولی دئ.

هغه خپل د سفر د ځنډ لامل په دغه هېواد باندې د ګرینلنډ سیمې د خرڅلاو څخه انکار کولو له امله ،کوپنهاګن ته خپل سفر لغوه کړ.

ټرمپ ویلي دي چې «د ډنمارک خلک مستثنی دي؛ مګر د لمړي وزیر،مته فردریکسون څرګندونو ته په پام سره چې ویلي یې دي د ګرینلینډ د خرڅلاو په اړه مذاکراتو سره علاقه نه لري،زه مې خپله لیدنه چې د دوه اوونیو راهیسې پلان شوي ده بل فرصت ته ځنډوم».

د امریکا جمهور رئیس زیاته کړه چې د ډنمارک د لمړي وزیر د لهجې صراحت ددې لامل شو چې هم امریکا او هم دغه هېواد خپلې زیاتې پیسې سپما کړي.

تیره اوونۍ وال سټریټ ژورنال نشریي دې ته په اشارې وویل چې د ښاغلي ټرمپ د سوداګرو لویه برخه فعالیتونه د ودانیو د برخې په معاملاتو کې شامل و،چې نوموړي له دولت څخه غوښتي دي تر څو له ډنمارک څخه د ګرینلينډ جزیرې د اخیستنې په اړه څیړنې وکړي.

مګر د ډنمارک لمړي وزیر دغه غوښتنه رد کړي ده.

 




t