داسې روباټونه چې جراهي، الوت او پیانو ږغولی سي

داسې روباټونه چې جراهي، الوت او پیانو ږغولی سي

بیجینګ کې د روباټونو ننداره دا ځل لږ مغلقه وه ځکه د ځینو په هکله يې باور کول په فکر کولو سره سخت تمامیږي، داسې روباټونه دا ځل ولیدل سول چې جراهي کولای سي الوتل کولای سي پیانو ږغولای سي همداشان نور یې هم داسې لوړ صفتونه درلودل
جالبه چینايي روباتونه
څومره چې خبر یاست په دې ورځو کې ټکنالوژي ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې ده چې په ډیری ځایونو کې ممکن او نا ممکن پکښي شتون لري په تیرو وختونو کې داسې فکر نه کیدی چې داسې ځیرک روباتونه چې دوای فای په وسیله له نورو ډیوایسونو سره نښلي او حتی په عملیاتو کې ترې استفاده کیږي.
خو اوس مهال دا روباتونه تولید سوي او ترې استفاده کیږي اوس مهال داسې شیان جوړ سوي چې یوه پیړۍ وړاندي شاید د انسانانو په سرکې داسې هیڅ نه وو، د مثال په ډول چین کې یوه رسټورانټ ته ځۍ د ډوډۍ فرمایش ورکوئ اوډوډۍ څو دقیقې وروسته ستاسو د میز پر سر پرته وي
تاسو د هغه کس رسټورانټ ته تللی وۍ، او ډوډۍ مو وخوړل کله چې وزۍ متوجې کیږئ چې د رسټوانټ منشي یا مسؤل د انسان په شکل روبات وو چې ټول شکل يې انسان ته ورته وو تاسو کولای سئ له ده سره خبرې وکړي او هغه ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي
دا واقعت لري چې ډیری پرمختللي روباتونه چې د متخصیصینو له لوري د انسانانو غوندي او یاهم تر هغوی لوړ کار کوي طراحي اوجوړ سوي او په دې ورځو کې د World Robot Conference 2019 په نوم د روبوتانو یو نندارتون په پیکنګ کې جوړیږي چې له ۲۲ هېوادونو څخه به ۲۰۰ میلمانه پکښي ګډون وکړي
باید یادونه وسي چې په دې نندارتون کې تر ۷۰۰ ډوله روباتونو ایښودل کیږي او لیدونکي کولای سي هر روبات د خپل جوړونکي سره یو ځای وویني په دې نندارتون کې ډيری روباتونه سیالۍ ته هم وړاندې کیږي

ربات-جراح

د جراهي عملیاتو کوونکی روبات


ربات-پرنده

الوتکوونکی مرغۍ روبات


ربات-پیانوزن

پیانو غږوونکی روبات


ربات-دریایی

لامبو وهونکی روبات


ربات-دست

لاس روبات




t