د ورزشي خبریالانو ترمنځ سیالي ترسره شوه

د ورزشي خبریالانو ترمنځ سیالي ترسره شوه

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د پلازمېنې کابل د رسنیو د ورزشي خبریالانو ترمنځ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ او دغه راز د غوره همغږۍ په موخه په کابل کرکټ لوبغالي کې ۱۵ اوریزه لوبه ترسره شوه چې پکې غازیان لوبډلې اتلانو ته ماتې ورکړه.

یاد بورډ وايي، په دې لوبه کې غازیان لوبډلې سیال لوري ته په ۱۵ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۰ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې اتلانو لوبډلې ونشوی کړای چی یاد هدف ترلاسه کړي او د ۳۲ منډو په توپیر یی ماتې ومنله.

خبریالانو خوشحال تایب، فریدالله محمدي او واصل وصال د خبریالانو په استازیتوب د افغانستان د کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چی تل یی اړین معلومات په وخت د رسنیو په واک کې ورکړي او له دوی سره د ولس هر راز پوښتنې یی ځواب کړې دي.

دوی د کرکټ بورډ دغه کړنه هم وستایله چی خبریالانو ته یی په کابل لوبغالي کې د لوبې کولو زمینه برابره کړه او هر ډول امکانات یې ورته برابر کړي وو. دوی دا ژمنه هم وکړه چی د ولس پوښتنې به تل د کرکټ بورډ سره شریکوي ترڅو هر افغان د کرکټ د هرې کړنې په اړه بشپړ معلومات ولري.

سرچینه وايي، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي په پیل کې د غازي لوبډلې ته د بریا مبارکي وویله او د ټولو خبریالانو یی مننه وکړه چی تل یی د کرکټ اړین معلومات ولس ته په خپل وخت رسولي او هیله یی وښوده چی په دې برخه کې دې خبریالان د دوی سره لا ډیره مرسته وکړي.

ده وویل:

«رسنۍ د سیمې او نړۍ په کچه یو ستر ځواک دی نو موږ هم لېواله یو چی له دوی سره هر راز اړین معلومات شریک کړو ترڅو هېوادوال او نړیوال زموږ له فعالیتونو خبر اوسي.»

نوموړي دغه راز زیاته کړه چی په راتلونکي کې به هم د خبریالانو لپاره د ورته پروګرامونو په جوړولو کې پوره همکاري کوي.



سپورت ورزشي خبریالان کابل
t