پامپيو: ايران ترهګر هېواد دی

پامپيو: ايران ترهګر هېواد دی

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډې ته يو ځل بيا خپلو خبرو کې ايران پر ترهګرۍ تورن کړ.

مايک پامپيو ويلي دي، ايران په نړيواله کچه ترهګرۍ ته لمن وهي.

هغه وویل چې که ملګري ملتونه پرېږدي چې پر ایران د وسلو د پلورلو بندیز د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې پای ته ورسېږي، تهران به له محدودیت پرته ګډوډي رامنځته کړي.




t