۳۶ افغان کډوال له ډوبیدو ژغورل سوي

۳۶ افغان کډوال له ډوبیدو ژغورل سوي

د نړۍ ګوټ ګوټ ته تل غيري قانوني سفرونه افغانان کوي چې دا سفرونه يې دژوند پای ته رسيدو په خطر تماميږي.
د البانیا دفاع وزیره وایي چې د البانیا یوې بېړۍ په ایجه سمندرګي کې ۳۶ افغان کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي.
د البانیا ددفاع وزیرې اولتا شاکا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د اروپایي ټولنې د سرحدي ساتونکو په مرسته د البانیا بېړۍ ۱۹ افغان ماشومان، اته مېرمنې او نهه نارینه چې غوښتل‌یې د یونان لور ته واوړي، له ډوبېدو وژغورل او سیمه ییزو چارواکو ته‌ یې وسپارل.
ويل کيږي پر دې خطرناکو لارو باندې لاهم د افغانانو سفرونه زيات سوي چې لامل يې هېواد کې روانه نا امني او بې کاري ده




t