هند پاکستان ته تلوونکي اوبه بندوي

هند پاکستان ته تلوونکي اوبه بندوي

ددې دواړوهېوادونو ترمنځ په هره برخه کې سیالي روانه ده او د دواړو اړیکي تر بل هر وخت یو له بل سره ترینګلي حالت ته تللې دي.
د هند د طبیعي سرچینو او اوبو مسوولینو ویلي دوی پر یوه پلان کار کوي چې له مخې به یې پاکستان ته د څو سیندونو تلونکې اضافي اوبه مهار کړي.
ددوی په خبره د معلوماتو له مخې زرګونه متره مکعبه اوبه پاکستان ته روانې دي چې باید مهار کړل سي او په هند کې د ننه ګټه ترې پورته کړل سي.
د پاکستان ۸۰ سلنه کرنیزې ځمکي د هند په هغه اوبو خړوبیږي چې اوس هند مخه نیسي هندی دولت ویلي کوښښ به وکړي چې خپلې اوبه مهار کړي او په کور دننه ترې په صنعت او کرنه کې ګټه واخلي
هند د نړیوال بانک په منځګړیتوب د سند سیند ډېره برخه اوبه پاکستان ته ورکړې دي، چې ددغه پلان له مخې به په دې اوبو کې هم کموالی راوستل شي.




t