ټرمپ: د امريکا پر ځای دي د سيمي هيوادونه په افغانستان کي د ترهګرو پر ضد  جګړه وکړي

ټرمپ: د امريکا پر ځای دي د سيمي هيوادونه په افغانستان کي د ترهګرو پر ضد  جګړه وکړي

د امريکا ولسمشر ډونالډټرمپ  په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي،چي دوی په افغانستان کي نور ۱۹ کاله جګړه مخ ته نه سي وړلای ، د سيمي پر هيوادونو يې ږغ کړی،چي افغانستان کي د ترهګرو پر ضد مبارزه وکړي.

دده په وینا روسیه، ایران، ترکیه، هند، پاکستان، افغانستان او په سیمه کې نور هېوادونه باید ترهګر وځپي نه دا چې امریکا سلګونه کیلومتره لرې دغه جګړه پر مخ وړي.

دده په خبره د یادو هېوادونو مسوولیت هم دا دی چې په خپله شاوخوا کې د ترهګرو مرکزونه او فعالیتونه له منځه یوسي.

تر اوسه د افغان حکومت په ګډون روسيې،هند،ايران او پاکستان د ټرمپ دغه څرګندونو ته ځواب نه دئ ویلی.




t