د جیا خان پر ژوند او مړینه یو سریال جوړیږي

د جیا خان پر ژوند او مړینه یو سریال جوړیږي

د بالیووډ فلمونو د نوموتي سېنمايي ستورې جیا خان پر ژوند او مړینه سریال جوړېږي. جیا خان په لومړي ځل د امیتابچن سره په (Nishabd) فلم اود امیر خان سره په (Ghajini ) فلم کي راښکاره سوه. وروسته يي په څو پرله پسي فلمونو کي کار وکړ. چي بیا په ۲۰۱۳م کال کي په خپل کور کي مړه وموندل سوه.

د ممبي میرر د راپور په اساس یو برتانوی تلویزون غواړي یو دري برخي لرونکي سریال د جیا خان په ژوند او مړینه جوړي کړي.

که څه هم د جیا خان د مړیني په اړه تر اوسه لا دقیق معلومات شتون نه لري، ځيني رسنۍ وايي، جیا خان د بالیووډ د یو اداکار سورج پنچولی سره مینه درلود او کله چي يي تر منځ جنجال وسو، دوی یو له بل څخه جلا سوه، چي له دي وروسته جیا خان ځان وژنه وکړه. آما د هغې مور بیا ویلي دي چي هغې ځان وژنه نه ده کړي.

د نوموړې تر ځان وژني وروسته پولیسو سورج پنچولی ونیوه، پولیسو تر اوسه لا داسي څه نه دي موندلي، چي په یاده قضیه کي د سورج پنچولي لاس لرل ثابت کړي.

سورج پنچولي د جیا خان په مړینه تورن دي

د بالیووډ ستوری سورج پنچولی د خپل کلیزي په مناسبت په یو پوسټ کي لیکي دي:((نن مي د خپل ژوند ۲۸ کال پوره سوه. زه غواړم داسي څه لا تاسو سره شریک کړم، چي تر اوسه مي زړه کي ساتلي دي. دې قضيې تر توقع زیات وخت ونیوه او زه مننه کوم د هغه چا څخه چي زما تر څنګ ودریده. زه د تیر ۶ کالو څخه د همدي قضيې سره مبارزه کوم. خلک تر اوسه ماته وژنکی او مجرم وايي. زه هیله لرم چي هر څومره ژر کېږي دا قضیه بشپړه سي. زه بي ګنا یم.))

پاته دي نه وي چي دا لومړي پیښه نه ده، له دې مخکي نورو ښځینهسېنمايي ستورو هم ځانه وژني کړي او یا وژل سوي دي، چي تر اوسه يي لا دقیق لاملونه نه دي موندل سوي.



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t