د ښځو رازونه / ژباړه: عطا محمد میاخېل

د ښځو رازونه / ژباړه: عطا محمد میاخېل

درې څیزونه له ښځې څخه ملکه جوړوي:
ـــ کله چې د خپلې مینې له پاره د واده سپینې جامې واغوندي.
ـــ کله چې د لومړي ځل له پاره مور شي.
ـــ کله چې له مالي پلوه، په چا پورې تړلې نه وي.
درې څیزونه ښځه وژني:
ـــ کله چې خاوند یې د بلې ښځې ستاینه کوي.
ـــ نا مالومه راتلونکې.
ـــ د پلار، مور او یا هم د خپل زوی له لاسه ورکول.
درې څیزونه، چې ښځه پرې ویاړي:
ـــ په خپله ښکلا باندې.
ـــ په خپل اصل او نصب باندې.
ـــ په خپل عزت، شرافت او سپېڅلتیا باندې.
درې څیزونه، ښځه دې ته اړه کوي، چې له شخصي ژوند څخه لاړه شي:
ـــ له هغې سره خیانت کول.
ـــ د هغې د عیبونو پلټل.
ـــ د نه خوندیتوب احساس.
درې څیزونه د یوې ښځې رازونه بربنډوي:
ـــ کاته یې.
ـــ کاته یې.
ـــ کاته یې.



هر اړخيز او معلوماتي
t