مکرون او جواد ظریف یو له بل سره ګوري

مکرون او جواد ظریف یو له بل سره ګوري

نن به د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون له جواد ظریف سره وویني چې د نورو مهمو مسایلو ترڅنګ به د ایران پر اټومي پروګرام هم خبرې وکړي
داسې فکر کیږي چې داسې لیدنې غیري معمولي دي ولې دا لیدنه خورا مهمه بلل سوې ځکه تر دې وروسته به فرانسه د دریو ورځو لپاره د اوه صنعتي هیوادونو چې امریکا هم پکښي شامله ده د غونډې کوربه وي
ظریف په روانه اوونۍ کې سکاندیناوي هېوادونو ته له سفر وروسته ویلي وو چې په پاریس کې به هم خبرې وکړي.
د مکرون او ظریف کتنه په داسې حال کې پلان شوې ده چې په دې وروستیو کې د لوېدیځو هېوادونو او تهران ترمنځ اړیکې د ایران د اټمي پروګرام د لا چټکېدو له کبله ترینګلې شوي.
ایران د ۲۰۱۵ زیږدیز کال له اټومي تړون څخه تر وتلو او د ټرمپ له بندیزونو وروسته اعلان کړی چې خپل اټمي پروګرامونه پراخوی




t