عمران خان: له هند سره د خبرو هیڅ اراده نلري

عمران خان: له هند سره د خبرو هیڅ اراده نلري

په دې وروستیو کې یوځل بیا د هند او پاکستان سیالو ګاونډیو ترمنځ اړیکي خرابي سوې او حالت يې ترینګلی دی او ښايي تردې نور هم خراب سي
عمرانخان ویلي له هند سره خبرې کومه ګټه نه کوي، ځکه تر ټولو ډېره خواشینوونکې خبره دا ده چې د ۸۰ لکه کسانو ژوند په خطر کې دی او له ده سره دا اندېښنه ده چې کشمیر کې توکمیزه وژنه پیلیږي. نوموړی وايي، د ملګرو ملتونو څارونکو ته دې د کشمیر سفر اجازه ورکړل سي، چې دغه اندېښنه لرې سي.
تردې وړاندې هم د هند او پاکستان ترمنځ دا ډول ناندرۍ پیښي سوې خو پاکستان تر وروستیو پوري د نه خبرو دریځ نه وو غوره کړی




t