فرانسې د هغه تګلارې ملاتړ کوي وضعیت با ثباته وساتي

فرانسې د هغه تګلارې ملاتړ کوي وضعیت با ثباته وساتي

د کشمير په هکله فرانسې خپل دريځ روښانه کړ او له هند او پاکستانه يې وغوښتل چې دې موضوع ته دي خپل منځي حل پيدا کړي.
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون وايي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر کړکیچ باید دواړه لوري په خپل منځ کې حل کړي.
مکرون دا څرګندونې تېره ورځ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي. نوموړي ویلي، چې فرانسه د داسې یوې تګلارې ملاتړ کوي چې وضعیت ثبات او له ترهګرۍ څخه لرې وساتي.
خو د پاکستان لومړي وزير عمران بيا په تازه څرګندونو کې ويلي چې له هندوستان سره نور هيڅکله د خبرو اراده نلري ځکه بې ګټې دي




t