کوترېش: امازون باید خوندي سي

کوترېش: امازون باید خوندي سي

د امازون ځنګلونو کې اور لاهم دوام لري، ملګرو ملتونو د دې ځنګلونو د ساتنې غوښتنه کړې او د فرانسې ولسمشر ویلي چې دا موضوع دې د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو د راروانې سرمشریزې په اجنډا کې شامله سي.
په دې هکله د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په ګډون يو شمېر مشرانو په دې هلکه خواشيني هم څرګنده کړې ده
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وويل چې د دې اور د لګېدو له کبله سخت خواشینی دی.
هغه پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي، د نړیوال اقلیمي بحران په اوج کې د ځمکې د اکسجن د مهمې سرچینې او د طبیعي تنوع زیانمنېدل نسو زغملی.
په ورته مهال د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون د امازون اور نړيوال بهران بللی
د اوړي په موسم کې په امازون ځنګلونو کې اور طبیعي پېښه ده.
امازون د جنوبي امریکا په مرطوبو برخو کې پرته پراخه ځنګلي سیمه ده چې د برازیل په ګډون په څو هېوادونو کې غځېدلې ده.




t