سلواکیا او پولنډ کې تالندې پنځه کسه مړه کړي

سلواکیا او پولنډ کې تالندې پنځه کسه مړه کړي

راپورونه وايي د پولنډ او ګاونډي هېواد سلواکیا ترمنځ په تاترا غرونو کې تالندې د دوو ماشومانو په شمول لږترلږه پنځه تنه مړه کړي دي.
چارواکو ویلي د پنجشنبې ورځې، د تالندې ډېرى قربانیان د پولنډ په خوا کې دي چې پر یوې لوړې غرنۍ سیمې تالنده پرېوتې ده.
په هغه سیمه کې چې ډېر غرختونکي ورځي، سل تنه نور ټپیان شوي هم دي.
د پولنډ صدراعظم ماتيوس موراويه تسکي ویلي، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضیعت نازک دى.
د مالوماتو له مخې سیلانیانو او غرختوونکو دومره بې پروا هم نکوله خو مخې له دې چې دوی ولاړ سي هوا صافه وه خو کله چې دوی سیمې ته رسیږي نو له داسې پیښي سره مخ کیږي




t