پوتین خپلو ځواکونو ته؛ د امریکايي توغندیو ضد اقدام ته چمتو اوسئ

پوتین خپلو ځواکونو ته؛ د امریکايي توغندیو ضد اقدام ته چمتو اوسئ

کله چې امريکا د منځني واټن ويشتونکي کروز توغندی و ازمايه نو روسیې هم امنيتي غونډه کړې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د نوي توغندي د ازموینې په ځواب کې امنیتي غونډه کړې ده.
رويټرز راپور ورکړی چې پوتين له خپل پوځه غوښتي چې د امريکا د توغنديز ازموينې په وړاندې چمتو و اوسئ.
پوتین په دې ناسته کې ټینګار کړی چې روسیه نه غواړي د بل هېواد د وسلو سیالۍ ته ورګډ شي، بلکې پر دفاع وزارت او نورو دولتي څانګو یې غږ کړی چې د امریکا د نوي توغندي ګواښ تحلیل او تجزیه کړي.
امریکا غواړي د منځني واټن ويشتونکي کروز توغندیو ته له ازمايښت وروسته پراختيا ورکړي




t