ضعیف:امریکا او طالبان هوکړي ته رسېدلي دي

ضعیف:امریکا او طالبان هوکړي ته رسېدلي دي

په پاکستان کي د طالبانو پر مهال افغان سفير عبدالسلام ضعیف وايي امريکا او طالبان هوکړي ته رسېدلي او تر راتلوونکو څو ورځو پوري به وروستۍ سوی هوکړه لیک لاسلیک سي.

هغه وايي دغه هوکړه لیک به د طالبانو په استازيتوب ملاعبدالغني برادر لاسلیک کړي.

دغه طالب چارواکی همدارنګه زیاتوي چې دواړه لوري په ۱۵ تر ۲۴ میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او همداراز د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره د تضمین په اړه بشپړې هوکړې ته رسېدلي دي.

بلخوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو نهم پړاو د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې پیل سو.

ټاکل شوې په دې پړاو کې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې د هوکړې د عملي کېدو د څرنګوالي د لارو چارو په اړه خبرې وشي.

د ضعیف په وینا روسیه او پاکستان به د طالبانو لخوا د دغې هوکړې تضمینوونکي وي.

ښاغلی ضعیف وايي د امریکا او طالبانو استازو ترمنځ له موافقې یوه اوونۍ وروسته به د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

د طالبانو ډلې دغه غړی د طالبانو ترمنځ اختلافات مني.

اخوا د افغانستان حکومت وايي د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره یې د حکومت د مرکچي پلاوي نوملړ برابر کړی او د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې په تمه دی.




t