القاعده: زموږ د رهبر ميرمن په پاکستان کي نيول سوې

القاعده: زموږ د رهبر ميرمن په پاکستان کي نيول سوې

په هغه خبرپاڼه کي،چي د القاعده ډلي لخوا خپره سوې ويل سوي،چي پاکستاني ځواکونو د تېره يوه کال راهيسي د دوی د مشر ایمن الظواهري ميرمن د څو نورو کسانو سره نيولې او تر اوسه يې نده خوشي کړې.

په اعلاميه کي راغلي،چي د القاعده د مشر ميرمن هغه وخت ونيول سول،کله،چي  پر وزيرستان د هوايي بريدونو پر مهال افغانستان ته تلل.

د القاعدې اوسنی مشر ایمن الظواهري،چي خپله د مصر دئ په ۲۰۱۱ کال کي د اسامه بن لادن تر مړیني وروسته د یادي ډلي دمشر په توګه وټاکل سو.

 




t