ډيره اسماعيل خان کې دوه ملکي کسان وژل سوي

ډيره اسماعيل خان کې دوه ملکي کسان وژل سوي

ويل کيږي وسلوالو د پوليسو پر يوه امنيتي پوسته بريد کړی او ياده مرګ ژوبله رامنځ ته سوې ده
دخیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې په یوه امنیتي پوسته دنامعلومو وسله والو په ډزو کې دوه کسان وژل سوي اؤ دوه نور ژوبل بوي دي.

سرچینې وایي دلته په امنیتي پوسته پولیس ولاړ وؤ چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې خو په وينا يي دې ډزو کې پولیسو ته زیان نه دی اوښتی اؤ دوه عام کسان پکې وژل سوي دي.
دپولیسو سرچینې وایي چې وژل شوؤ کسانو څخه یو تن په یو هوټل اؤ بل د پټرولو پمپ کې کار کاوه ددې ترڅنګ دوه عام وګړي ژوبل سويي هم دي
تراوسه پوري ددې پيښي مسوليت چاپر غاړه نه دی اخيستی خو تل دا ډول بريدونه پاکستاني طالبان ترسره کوي




t