د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د لاريونوالو او هندي پوځیانو اخ ډب سوی

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د لاريونوالو او هندي پوځیانو اخ ډب سوی

له کومې ورځې چې هند تر خپلې ولکې لاندې کشمير باندې نيم خپلواکه حالت لغوه لاريونونه پيل سوي او ډيرې يې په اخ ډب بدل سوي.
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پرله پسې په دريمه اونۍ هم د هند د هغې فېصلې په ضد لار يونونه روان دي چې د کشمير خپلواکه حېثيت يې له مينځه وړی.
رویټرز خبري اژانس وايې د جمعې په ورځ د کشمير په مرکزي ښار سري نګر کې د پولیس او مظاهره چیانو نښتې سوي.
مظاهره کونکو پولیس په کاڼو ویشتلې او په ځواب کې پولیس اوښکې بهونکی ګاز کارولی دی




t