افغان ۱۴کلنه لوبډله هند ته ولاړه

افغان ۱۴کلنه لوبډله هند ته ولاړه

د افغانستان د فوټبال څوارلس کلنه لوبډله هندوستان ته ولاړه چې هلته د سبروتو نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې افغان ټیم نن لومړنۍ مسابقه د هند د چتیسګر له اکاډمۍ سره وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، اول لوبه نن ماسپښين د کابل پر وخت درې نیمې بجې ترسره کیږي.

سرچینه وايي، دا لوبه به د نوي ډیلي په مبیدکر لوبغالي کې ترسره شي.

 



فوټبال ټيم لوبې ورزش
t