بغدادي د داعش قومنداني د صدام حسين پوځي آفسر ته وسپارله

بغدادي د داعش قومنداني د صدام حسين پوځي آفسر ته وسپارله

عزت الله ذکي

برتانوۍ ټايمز ورځپاڼي تېره پنجشنبه د اګسټ پر ۲۲مه خبر ورکړ، چي د داعش ډلي مشر آبوبکر آلبغدادي د عراق د مخکني ولسمشر صدام حسين يو پوځي آفسر خپل ځايناستی ټاکلی دی.

ددغه خبر له مخي، بغدادي «عبدالله قرداش» چي د صدام حسين پوځي آفسر پاته سوی، د داعش ډلي مسوول ټاکلی دی، خو دا موضوع تر ډېره خپله د بغدادي نامساعد روغتيايي وضعيت ته لمن وهي، تر دې چي ځايناستی معرفي کېږي.

عبدالله قرداش چي تازه د بغدادي ځايناستی تعين شوی، د عراق د پخواني پاچا صدام حسين پوځي آفسر  و، چي د هغه تر رژيم وروسته په ۲۰۰۳م کال کي په استاد مطرح سو.

وروسته آمريکايي ځواکونو په ۲۰۰۳م کال کي بغدادي او قرداش دواړه د داعش سره د آرتباط په تور په بصره کي زنداني کړل.

ګمان کېږي، چي بغدادي په دغه دوره کي وکولای شول خپلي تبليغاتي توانايۍ پراخي کړي او د سلګونو زندانيانو تشکليلات يې «اسلامي خلافت» ونوماوه، چي قرداش او بغدادي د هغه مهال راهيسي يو بل ته نږدې شوي دي.

شنونکي په دې باور دي، چي بغدادي ځکه د داعش ډلي مسووليت قرداش ته تفويض کړی، چي خپله ددغي ډلي د آړيکو  بيارغوني ته کافي وخت ومومي.



داعش راپورونه او مرکې سيمه او نړۍ
t