شمالي کوريا دوه لنډ واټن ويشتونکي باليسټيک توغندی و ازمایل

شمالي کوريا دوه لنډ واټن ويشتونکي باليسټيک توغندی و ازمایل

یو شمېر بهرنیو رسینو خبر ور کړی،چي، شمالي كوريا نن خپل دوه لنډ واټن ويشتونكي باليسټيك توغندي وازمويل.

د جاپان د ساحلي ګارد سرتېرو وويل، د شمالي كوريا له لوري يې د يوه شكمن باليسټيك توغندي ازموينه پېژندلې ده.

د جنوبي كوريا اردو بيا ويلي، چې پيونګيانګ دوه توغندي خپلو ختيځو سواحلو ته توغولي دي.

دا له يوې مياشتې په كمه موده كې د شمالي كوريا اوومه توغندويي ازموينه ده.




t