اسرایيلي الوتکو پر ايراني مېلشه بريد کړي

اسرایيلي الوتکو پر ايراني مېلشه بريد کړي

ددې هېواد پوځ وايي بې پیلوټه الوتکو یې د بریدونو د مخنیوي لپاره د سوریې پلازمېنې دمشق ته څېرمه پر ایراني ځواکونو بمباري کړې ده.
دغه پوځ وايي، بې پیلوټه الوتکې په سوریه کې د قدس سپاهیانو اړوند جنګیالي او شیعه ملېشې په نښه کړې دي.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ويلي دوی به د خپلې خاورې او حريم ساتلو لپاره هرځای په نښه کړي او ايران هيڅ ځاي خوندي نه دی
پر ایران تور دی چې سوریه کې د بشارالاسد د نظام په ګټه جنګېږي او هلته نیابتي جګړه کوي.




t