هانګ کانګ کې لاریونونه روان دي

هانګ کانګ کې لاریونونه روان دي

په هانګ کانګ کې حالات ډير خراب دي هغوی غوښتنه لري چې بشپړه ولسواکي دي رامنځ ته سي او اوسني چارواکي دي استعفا وکړي
د لته پولیس وايي، له اعتراض کوونکو سره د تېرې شپې په اخ او ډب کې یې ۲۹ تنه نیولي دي.
په نیمه کورواک هانګ کانګ کې مظاهرې ۱۱ اوونۍ پخوا د دې غوښتنې لپاره پیل سوې چې حکومت دې د چین مرکزي دولت ته د نیول کېدونکو کسانو د سپارلو لایحه لغوه کړي، خو وروسته د فعالانو غوښتنې زیاتې سوې چې په نتیجه کې یې خلک په پراخه پیمانه کوڅو او واټونو ته راووتل او پيکېنګ د مظاهره چیانو د غلي کولو لپاره د مداخلې خبرداری ورکړ.
دا اعتراضونه له ۱۹۹۷ میلادي کال راهیسې چې بریتانیا هانګ کانګ چین ته بېرته سپارلی، تر ټولو پراخ کړکېچ دی او د چین د کمونېست ګوند واکمنان یې له لوی سرخوږي سره مخامخ کړي دي.
دوی تراوسه د لاریونوالو غوښتنې ته کوم ځواب نه دی ویلی خو داسې فکر کیږي کچیري يې غوښتنو ته ځواب و نه ویل سي نو لاریونونه به نور هم زیات سي.




t