ملت خپل کړئ، وژنئ يې مه! / زاهد آفغان

ملت خپل کړئ، وژنئ يې مه! / زاهد آفغان

زاهد آفغان

طالبان له يوې خوا د سولي خبري کوي او له بلي خوا بيا د بېګناه افغانانو مرګ ژوبلي ته زور ورکوي.

د جګړې ښکېل اړخونه بايد د بېګناه انسانانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

سره د دې، چي د طالبانو مشر په خپلو پيغامونو کي پر خپلو وسله والو ږغ کړی، چي د سولي او پر ولسي وګړو له ترحم څخه کار واخلي، خو وسله والو طالبانو باالعکس تشدد او بمي بريدونو ته زور ورکړی.

څو ورځي مخکي د کابل ښار د شپږمي حوزې په مربوطاتو کي يوه موټر بم بريد (۱۴) کسان په شهادت ورسول او (۱۴۵) نور يې زخميان کړل.

دا موټر بم بريد د کابل ښار په تر ټولو ګڼمېشتي سيمه کي ترسره شو.

وسله والو طالبانو د ياد بريد مسؤليت پر غاړه واخيست.

خو پوښتنه دا ده، چي د مظلومو افغانانو وينه به تر کومه بهېږي؟

افغانان به تر څه وخته په بمونو کي الوزي؟

تر سولي وروسته به طالبانو پيغام هغه کورنيو ته څه وي، چي بېګناه ماشومان، ښځي او سپين ږيري يې دوی په دغه راز بمونو کي په شهادت رسولي؟

دا او دېته ورته ډېري پوښتني د افغانانو سره موجودي دي، ځکه د طالبانو دغه ډول بريدونه يواځي او يواځي د افغانانو سره د جګړې او د خپل ملت او خلکو له وژلو او بې کوره کولو بله کومه معنی او مفهوم نه لري.

وسله وال طالبان بايد هڅه وکړي، چي د خپل ولس زړونه خپل کړي، ځکه همدا ولس او ملت به وي، چي دوی به موقف ته رسوي او دوی ته به رايه ورکوي او بيا دوی بيرته پر همدې ملت او خلکو مشري کوي.

نور خلک خو نه راځي، همدا نن چي وژل کېږي او بې کوره کېږي، په بمونو کي الوزي او په وينو کي لمبېږي، همدا مو ملت دی، همدا مو خلک دي او همدا دوی به سبا تاسي تر کرسۍ رسوي، ستاسي رعيت به وي او تاسي به حکومت پر کوی.

نو هغه ملت، چي سبا به مو موقف ته رسوي او رعيت به مو وي، هغه ستاسي جز لايتجزا دی، نو دا طبقه مه وژنئ، دا قشر مه محوه کوئ او دا نسل نور په جګړو او بمونو کي له منځه مه وړئ، کنه تاسي به بيا پر چا حکومت کوی؟ آيا پر هديرو او قبرونو حکومت غواړی؟ آيا غواړی پر اجسادو او ارواحونو حکومت او سلطنت وکړی؟ آيا غواړی وطن مو ټول کنډواله سي او بيا تاسو ته حواله سي او تاسي راسی؟

سوله او پخلاينه د ټول ملت په خير ده.

الله ج فرمايلي، مسلمانان سره وروڼه دي، په اسلام کي د بېګناه انسانانو دا ډول وژل جواز نه لري.

د جګړې د خاتمې، ملي وحدت، ملي حاکميت او سولي لپاره بايد افغانان نور د يو او بل د وژلو پر ځای، يو او بل ته مينه ورکړي، د جګړې تور تصوير د سولي په سپين انځور مبدل کړي او يو او بل په غېږ کي ونيسي، تر څو د کلونو جګړې او ناخوالي ختمي او افغانان يو ځلي بيا يو خوشحاله، سوکاله او د پخلايني شېبې وويني او نور موږ دایمي له دې بدبختيو څخه نجات ومومو.

آمين يارب العالمين



جګړه سوله ليکني او ژباړي
t