داعش څوک دي؟ / نويد مهاجر

داعش څوک دي؟ / نويد مهاجر

نويد مهاجر

د کابل ښار د شپږمي امنيتي حوزې اړوند په (شهر دوبۍ هوټل) کي د يوه خياط د واده پر مراسمو بريد د ټولو اسلامي، انساني او بشري اعمالو خلاف کار دی.

په بريد کي په لسګونو بېګناه ښځي او ماشومان په شهادت ورسېدل.

په دغه بريد کي نه کوم نظامي هدف په نښه شوی و او نه هم په دې واده کي نظامي اشخاصو ګډون درلود.

زوم وايي، د واده لپاره يې په مياشتو-مياشتو د شپې او ورځي کار وکړ، تر څو مصارف يې برابر کړي او د خپل نوي ژوند خوشحاله شېبې د دوستانو سره په ښه ډول ونمانځي، خو متاسفانه چي دغه برید يې ټول ارمانونه په اوبو لاهو کړه.

د زوم او ناوي خپلوان وايي، چي فقط يې د دوستانو د غوښو ټوټې او سوځېدلي اندامونه موندلي، چي د پېژندلو هم نه دي.

د راپورونه له مخي، د واده پر دغو مراسمو په بريد کي ۶۳ تنه په شهادت رسېدلي او ۱۸۲ نور زخميان دي.

د بريد مسؤليت د داعش ډلي پر غاړه اخيستی.

د داعش ډلي خونړي او مرګوني بريدونه، چي زياتره ملکي کسان پکي په شهادت رسېږي، د غندلو وړ دي.

داعش د خوارجو يوه داسي بې رحمه ډله ده، چي ژوندي خو څه کوې، آن پر مړو هم ترحم نه لري او قبرونه يې تخريبوي.

د داعش هدف دا دی، چي د وسله والو طالبانو سره د سولي تر تفاهم وروسته، په سيمه کي خپل جګړې ته لا شدت ورکړي.

سياسي شنونکي او کارپوهان وايي، افغان دولت او ملت بايد د داعش د مخنيوي لپاره په جدي توګه لاس په کار شي او د دغي وحشي او بې رحمه ډلي په وړاندي بې تفاوته پاته نه شي.

د داعش ډله زياتره وخت د هيواد په ولسي او ګڼ مېشتو سيمو کي بريدونه کوي او بېګناه ملکي انسانان په شهادت رسوي.

داعش يواځي او يواځي د ملت د کلتور، مذهب او ديني عقايدو په وړاندي جګړه کوي.

زموږ خلک بايد د داعش په وړاندي بسيج شي، تر څو دا ساديستان يو ځلي بيا په افغانستان کي د اوږدمهالي جګړې اور بل نه کړي.

داعش د اسلام د مبين دين دښمنان دي، زياتره يې وهابيان، خوارج او د دين څخه وتلي کسان دي، چي په هيڅ يو دين او مذهب پوري اړه نه لري، په زياتره سيمو کي يې د سلګونو کلونو قبرونه سپړلي او د خلکو ديني او اسلامي عقايدو ته يې سخته صدمه رسولې.

د داعش او نورو افراطي ډلو په وړاندي مبارزه يواځي د دولت دنده نه ده، موږ ټول مکلفيت لرو، تر څو د داعش او داسي نورو افراطي خوارجو په وړاندي ودرېږو او په هر ډول چي وي، مخه يې ونيسو.

افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی، ښه او بد يې ټولو افغانانو ته منسوبېږي. نو په همدې اساس، راځئ چي دا مشترک کور په ټولو جوړ کړو او د وطن دښمنان، چي په هر ځای او هر چېري وي، نيست او نابود کړو.



افغانستان بريد داعش دوبۍ هوټل ليکني او ژباړي کابل
t