ایران کې د ډموکراسي پر نړیوال سازمان بندیز لګول سوی

ایران کې د ډموکراسي پر نړیوال سازمان بندیز لګول سوی

د ایراني رسنیو د راپور له مخې چې ایران پر دې سازمان او ددې سازمان پر مشر ځکه بندیزونه لګولي چې پر ایران پسي دروغ او تبلیغات کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو بیان خپور کړی و چې په هغه کې ویل سوي وو چې د ډموکراسیو د دفاع سازمان او د هغې ادارې مشر مارک دوبویتز د ایران پر ضد کماپین کړی، “دروغ” یې خپاره کړي او “عمداً” یې د ایران مهمو ګټو ته تاوان رسولی دی.
خو مارک دوبویتز د ایران د دې اقدام په وړاندې په غبرګون کې ویلي چې د هغه سازمان د ایران د رژیم له لوري په هر ډول لېست کې خپل شمولیت د ځان لپاره د ویاړ خبره ګڼي.
دا سازمان چې په نړیواله کچه فعالیت لري مرکزي دفتر يې په واشګنټن کې دی او له دې ځایه خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي




t