روسي فضايي بیړۍ ناکامه سوې

روسي فضايي بیړۍ ناکامه سوې

ویل کیږي چې فضا ته تلوونکي سیوز فضايي بیړي ونسو کړلای چې له نړیوال فضايي مرکز سره اړیکه سي او ورسره ځان و نښلوي
ویل کیږي چې دې بیړۍ انسان ته ورته روبوت لیږداوه، د روسیې د فضايي ادارې روس کوسموس په یوه بیان کې راغلي چې دې بیړۍ کې تخنیکي ستونزې رامنځ ته سوې وې
د روس کوسموس مشر ديمیتري روګوزین په یوه بیان کې ویلي چې د اګست په اووه ویشتمه نېټه به د دوی فضايي بېړۍ بیا هڅه وکړي چې ځان له نړیوال فضايي مرکز سره ونښلوي.
رګوزین ویلي چې په دې کار کېږي.
د روسیې د تاس خبري اژانس په حواله، د روس کوسموس فضايي بېړۍ له نړیوال فضايي سټېشنه ۹۶ کیلومتره فاصله درلوده، خو ونه توانېده چې ورسره وصل سي؟
روسیه او امریکا که په ځمکني ډول سیالان او یو له بل سره سیالي کوي نو همداشان فضا کې هم کوښښ کیږي ترڅو یو تر بل وړاندې سي




t