ملت ته سوله لومړيتوب لري که ټاکني؟

ملت ته سوله لومړيتوب لري که ټاکني؟

عبیدالله فاروقي لیکوال او فرهنګي فعال

دا چي افغانستان ۴۰ کلني کورنۍ او بهرنۍ جګړې رېز-مرېز کړ، آبادۍ یې کنډر سوې، مکتبونه یې ړنګ سول، جوماتونه، محرابونه او پلونه یې په بمونو والوتل، پر هر ګوډ کي یې د قتلونو تجربې وسوې، پکار ده چي سولي ته لومړیتوب ورکړل سي. خو؛ دلته د پردې تر شا معاملو د ولس او سیاسیونو ذهنونه مشوش کړي، دوی د هغو مسودو، تړونونو او کنفرانسونو په اړه ناخبره دي، کوم چي د سولي په نامه هره میاشت په بېلابېلو هيوادونو کي لیکل کېږي او دائرېږي. زه د خپل شخصي نظر په اساس وایم، که احیاناً د سولي په همدې ناستو کي کومي، چي د افغان دولت له شمولیت پرته برابرېږي، په یو نظر له افغان دولت سره توافق ته ورسېږي، د مخالفو ډلو اساسي غوښتنه به د ټاکنو لغوه او په بدل کي به یې د مؤقت حکومت جوړېدل وي، چي دا په پوره مانا د وطن په خیر نه بولم او اندېښنې سته چي یو ځل بیا به د ۱۹۹۰ لسیزي ناورینونه تکرار او د وطن نسبي پرمختګ به زیانمن او هغه هیلي، چي افغانان یې له نوري نړۍ سره د خپل وطن د سیالۍ لپاره لري، زیانمني سي. د مؤقت حکومت په جوړېدلو سره به د ولس په منځ کي د خپرې سوي خوشباورۍ چي په شته نظام یې لري، په ګردجن ماحول بدلېږي، د هیلو ټول هغه برجونه چي د ټاکنو په کېدلو او د اساسي قانون په آمر سره د یو مخکښ نوماند بریالي کېدل دي، په اوبو لاهو کېږي. ټاکني د ولس د باور، ښه حکومتولۍ او د یو ټول شموله نظام جوړښت لپاره د یو پله بڼه لري، چي د اساسي قانون له مخي یو مهم اصل ګڼل کېږي. ولس د پردې تر شا د څو مشخصو کسانو سره د سولي په نوم له سودا کولو وېرېدلي، د وطن د بقاء او پرمختګ لپاره ټاکني شرط بولي، له ټولو افغانانو، نړیوالي ټولني او مرسته کوونکو هيوادونو هیله لري چي په هيواد کي د ټاکنو له پروسې سره د ولسمشریزو ټاکنو په ترسراوي کي رغنده همکاري وکړي او د لسیزو جګړو ځپلي هيواد ته نور له دې بدبختیو د خلاصونه یوه لار سیخ کړي.

روح الله مخلص د حقوقو پوهنځي محصل

سوله او ټاکني د افغانستان د ولس لپاره دواړه هغه شرنوشت سازه اصلونه دي، چي باید عملي سي، اړتیا دواړو ته سته، خو بېله سولي هیڅ نه سي کېدلای او بېله ټاکنو سوله کېدلای سي. نو ویلای سو چي تر هر څه وړاندي باید سوله، امنیت او سوکالي رامنځ ته سي، خو په دې شرط، چي سوله باید رښتینې او باعزته سوله وي، ډېری وخت په سوله کي فریبونه او چلونه وي، خو سوله باید دایمي او هراړخیزه وي، سوله باید د افغان انسان د ژوند تضمین وکړي، چي له هغه راپدېخوا بیا موږ کولای سو چي يو پرمختللی هيواد او ټاکني ولرو. د ټولو افغانانو غوښتنه سوله ده او کله چي سوله راځي، نو لېري نه ده چي له هراړخیزو پرمختګونو سره به مل نه وي، په سوله کي لومړی تر هر څه ژوند خوندي کېږي او له هغه راوروسته فکرونه کار کوي او د ټولو هيوادوالو لخوا د باثباته راتلونکي لپاره ګامونه اخیستل کېږي، چي دا یوه ښه خبره ده. راځئ لاسونه سره ورکړو او د سولي لپاره کار وکړو، تر څو له سیالانو سره سیال سو.

رازمحمد خوشحال ټولنيز فعال

سوله په افغانستان کي ټولو ته لومړيتوب لري، ځکه افغانان په اوس مهال کي یوازي د سولي ارزښت له هیڅ شي سره هم نه سي پرتله کولای. سوله هیڅ بدیل نه لري، تر څو چي له رواني وحشي جګړې خلاص نه سو، شونې نه ده چي موږ دي ښه راتلونکی ولرو. سوله د یوه ملت د ښې راتلونکي ښکاروندويي کوي، هغه يې د لا بهتروالي لپاره د نویو نسلونو د ښه ژوند ضامانت ورکوي. تر څو چي د امنیت د تامین، د وژنو مخنیوی او هر افغان ته د رایي حق نه وي ورکول سوی، نو ټاکني هیڅ معنی نه لري او په دې سره تر هر څه اړینه ده، تر څو افغانان یوې سرتاسري سولي ته لاره پيدا کړي او هغه په لاس راوړي. که چېري په جګړه ییزه حالت کي ټاکني ترسره هم سي، نو بیا يې هم مشروعیت تر پوښتني لاندي راځي، ځکه هلته تقلب او درغلي ممکنه ده چي ترسره سي. موږ افغانانو ته په کار ده چي تر هر څه وړاندي د یوه بې بدیله کار چي هغه سوله ده، په تلاښ کي سو.

نظرمحمد رودي د جنوب په کچه د مدني ټولنو د همغږۍ مشر

دا چي د يوې خوا مو هيواد د څو لسيزو راهيسي په جنګ کي ښکېل دی او په پايله کي يې د هيواد ميلونونه وګړي شهيدان، يا معيوب سول او له بلي خوا د هيواد لويه برخه خلک په ټاکنو کي د ناامنيو له کبله برخه نه سي اخيستلای، نو ملت ته تر هر څه اول سوله لومړيتوب لري. خلک د سولي د روانو هڅو ملاتړ کوي، تر څو د سولي وروسته ټولو خلکو ته د ګډون زمينه برابره سي، چي هم په ولسمشريزو ټاکنو کي ګډون وکړي او هم پارلماني ټاکني بيا ځلي له سره وسي او ټول خلک خپل ولسمشر او د پارلمان استازي انتخاب کړي. که حالاتو ته وکتل سي، هم اوس وخت تر ټولو اشد او جدي اړتيا سولي ته ده، که سوله نه وي، نو ټاکني به هم د تېر په څېر له درغليو ډکي وي، ځکه کله چي ناامني وي، له يوې خوا په ټولو سيمو کي ټاکني نه کېږي، بل پلو به زورواکو او يو شمېر دولتي چارواکو ته دا موقع په لاس ورسي، تر څو په پراخه توګه درغلي او تقلب وکړي. نو تر ټاکنو سوله مهمه ده او لومړيتوب لري، خلک هم سولي ته لېواله دي او اړتيا ورته لري. که موږ او تاسو وګورو، پر ټولنيزو شبکو، رسنيو کي او عام خلک ټول دا ږغ کوي چي سوله دي وسي، د سولي روانو خبرو ته دوی ډېر خوشبين دي او خدای ج دي وکړي چي په افغانستان کي يوه دايمي سوله راسي. که سوله وسي، نو بيا به ټاکني هوسا او شفافي وي، ځکه هره سيمه، هري ولسوالۍ او ټولي هغه منطقې چي اوس د وسله والو مخالفينو په لاس کي دي، هم به پکي ټاکني وسي او په رښتيني توګه به ولسمشر د ولس لخوا وټاکل سي.

حبیب الله ذکي استاد

افغانستان تر بل هر وخت د یو اساس پړاو څخه تېرېږي، په داسي حال کي چي حکومت د ټاکنو پر ترسراوي ټینګار کوي، ملت ته د سولي د خبرو د څو پړاونو د بشپړېدو وروسته د سولي هیلي پیدا سوي دي او د ټاکنو په پرتله، سوله اړینه برېښي. سوله تر بل هر ډول سیاسي او ملي پروسې اړینه ده او د ټول ملت لپاره ارمان دی، د بلي خوا د خلکو باور پر ټاکنو د پخوا په پرتله په کمېدو دی، خلک د اوس لپاره پر ټاکنو تر ډېره بې باوره سوي دي او هیله من دي چي د سولي په راتللو سره به نه یوازي پر ټاکنو، بلکي پر نورو ټولو سیاسي بهیرونو او پروسو باور ورغول سي. له بلي خوا د هيواد حالات دومره نازک سوي چي هره ورځ مو په لسګونو ځوانان د جنګ په دواړو کرښو کي له منځه ځي، بې روزګاري ورځ تر بلي ډېرېږي، جنازه، مسجد، د واده محفلونه، هر ډول ټولنیز پروګرامونه مو خوندي نه دي، په نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلي په حیرانوونکي توګه لوړېږي، انسان تښتوونه، غلاوي او بل هر ډول ناخوالي او د ناامنیو پېښي ډېرېږي، د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو توکي ګران او د خلکو اقتصادي حالت ځوروونکی دی، نو په دغسي یو حالت کي ملت تر بل هر لومړیتوب، تلپاتې سوله اړینه بولي. که احیاناً د ناامنیو په دغسي یو چاپېریال کي ټاکني ترسره هم سي، ښایي پایلي يې له ډېر ځنډ، خنډ او درغلیو ډکي او د نوماندانو تر منځ ناندرۍ هغه حد ته ورسېږي چي کابو کول به یې ډېر ستونزمن وي. خو که سوله او ټاکني دواړه په همزمان ډول ترسره سي، نو بیا به د افغان حکومت او ملت دواړو هیلي او غوښتني پوره سوي وي! په هيواد کي د تلپاته سولي په ارمان!

نايب خادم ځوان فعال

په هيواد کي رواني خونړۍ جګړې هر وخت د دې خاوري اصيل بچيان اخيستي او لا يې هم اخلي. زما په اند، دلته د بې عدالتۍ باوجود د عدالت تر نامه لاندي مبارزه شروع ده، چي په حقيقت کي دا خپله لويه بې عدالتي ده. افغان ولس د تېرو څلورو لسيزو جګړو دربدره او سرګردانه کړی او کلونه کېږي، چي افغانان د سولي په هيله او اميد تږي ناست دي او تردې مهاله يې د سولي لپاره هم زياتي قربانۍ ورکړي دي.  دا مهال چي د سولي تودې خبري رواني دي او افغان ولس د سولي راتګ ته شېبې شماري، خو داسي آنګېرني هم نسته، چي دلته لا د بهرنيانو غوښتني نه دي منل سوي او لاهم د سيمي اړوند ځيني مسايل پاته دي او د جګړې لپاره نوی بستر هوارېږي. په هر صورت، اوسمهال سولي ته د ولس هيلي خورا ډېري سوي او الله تعالی دي وکړي، چي د طالبانو سره تر سولي وروسته په موږ کي داسي يو رهبر پيدا سي، چي ټول افغانان په يوه ټغر سره راټول کړي. په اوسني بحراني حالت کي تر ټاکنو او بل هر څه تلپاته سوله آهمه ده، ځکه له افغان ملت څخه د تېرو څلورو لسيزو جګړو هرڅه اخيستي دي، نو طبعاً اوسمهال افغانان تر بل هرڅه سولي ته ډېره اړتيا لري. په هيواد کي روانه خونړۍ جګړه تر ټولو ډېر ولس ځپي او تر ټولو زيات افغانان پکي قرباني کېږي او دښمن هم زموږ له خلکو څخه د جګړه ييزو ابزارو په ډول استفاده کوي، نو په داسي يوه هيواد کي چي څلور لسيزي پرلپسې خونړۍ جګړې ځپلی وي، سوله مهمه ده، که ټاکني؟ تر هغه چي موږ د ملي يووالي او آخوت په لاره سيخ نه سو، ملي ګټو ته وفاداره ونه اوسو، تر هغې به مو په هيواد کي دا جګړې او بدبختۍ رواني وي او که دا ځل افغانانو د ملي يووالي لپاره کار ونه کړ، نو په راتلونکي کي به هم د دا ډول سختو ستونزو سره مخ وي.



ټاټوبی او خلک
t