ټرمپ: ایران سره د جګړې تکل نلرو

ټرمپ: ایران سره د جګړې تکل نلرو

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تيره ورځ فرانسې ته ورسید تر څو د جي ۷ سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
ددې سرمشريزې په څنډه کې ډونالډ ټرمپ د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون سره ليدلي او پر ځينو نورو موضوعاتو سربېره د ايران په تړاو هم خبرې كړې دي.
د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ټرمپ له مكرون سره په ليدنه کې ټينګار کړی، چې له ايران سره د جګړې په هڅه کې نه دى، بلکې غواړي له دغه هېواد سره هوکړې ته ورسېږي.
د فرانسې ولسمشر بيا خپل امريكايي سيال ته وړانديز کړى، چې ايران ته د يو څه وخت لپاره د يورانيمو غني کولو او د تېلو پلورلو اجازه ورکړي.
تراوسه پوري د ايران او امريکا ترمنځ لاهم اړيکي ترينګلې دي او کومه حل لاره نه ده ورته موندل سوې




t