د ګناه پريښودلو لارې

د ګناه پريښودلو لارې

• د خپل زړه بڼ د ايمان په درخته زرغونول
• پر دي عقيده ټينګول چي الله ليدونکى او اوريدونکى دى. إِنَّ اللَّهَ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ.
• په زړه کي له الله سره خاصه رابطه ساتل او محبت کول. قُلْ اِنۡ كُنۡتُمْ تُحِبُّوۡنَ اللہَ فَاتَّبِعُوۡنِیۡ یُحْبِبْكُمُ اللہُ (اى پيغمبره! خلکو ته ووايه: که تاسي په رښتيا له الله سره مينه لرى، نو زما د پيروى لاره غوره کړۍ؛ الله به ستاسي سره مينه وکړي)
• د هغه نعمتونو پياد راوړل کوم چي الله يي د گناه پريښودو په مقابل کي له بنده سره وعده کړي.
• هغه عذاب را په زړه کول چي الله يي ګناه کارانو ته وعده ورکړې.
• د نفس د پاکۍ او شرافت فضيلت پيژندل.
• له خپله ربه حيا درلودل.
• د گناه په دنيوي او اخروي شرميندگى کي فکر کول.
• د شهوت پرستى او نفس غوښتني پر ځاى د کايناتو په دي عظيم جوړښت، حرکاتو او ثابت پاته کيدو کي فکر کول.
• پر توبه او استغفار هميشه توب کول او ساتل.




t