څنګه کولای سو روغ او ښکلي وریښتان ولرو؟

څنګه کولای سو روغ او ښکلي وریښتان ولرو؟

ډاکټر عبدالولي اعتماد ( د پوستکي او ښکلا متخصص)
۱: د تازه میوې، ترکاري، نباتي غوړو لکه د زیتون او لمر ګلي غوړي زیات استعمال او د خوږو غذاو کم استمال لکه ګاز لرونکې نوشابې او بوره د وريښتانو په روغتیا کي مرسته کوي.

۲: د سر د پوستکي مساجول د ویني جریان زیاتوي او د وریښتانو په روغتیا کي مرسته کولای سي.

۳: عصبي ناآرامي، اندېښنې، غم، بد خابي او د خوب کمښت د وریښتانو روغتیا د خطر سره مخامخ کوي.

۴: د نرمونکو کریمونو او شامپو استعمال چي وریښتان نرموي د وریښتانو په ږمنځولو کي مرسته کوي.
که چیري وریښتان کلک او ماتیدونکي وي باید د حمام څخه وروسته ژر وچ او ږمونځ نسي.

۵: د ماشوم د زیږدني څخه وروسته وریښتان د استراحت مرحلې ته ځي. ځیني ښځي د حمل څخه وروسته د ۲ څخه تر ۳ میاشتو پوري د وریښتانو په توېدو اخته وي چي کیدای سي تر ۶ میاشتو پوري دوام وکړي. لازمه ده چي په داسي حال کي د پوستکي ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

۶: شدیده تبه، شدید انتانات، شدید زکام او د تایروید ناروغۍ هم کولای سي د وریښتانو د تویدو لامل سي دا ډول د وريښتانو تویدل زیاتره وخت د ناروغۍ د جوړېدو څخه و خپل اصلي حالت ته راګرځي.

۷: ډاکټر عبدالولي اعتماد وایي د پروټین کمښت او شدید غذایي پرهیز د وریښتانو نمو کموي، په اندازه د پروټین خوړول دا حالت اصلاح کولای سي.
۸: د سرطان ناروغۍ ځیني دواوي د وریښتانو د توېدو لامل ګرځي. چي د دوا په قطع کیدو سره وریښتان بیرته خپل عادي حالت ته راګرځي.

۹: د وریښتانو زیات پریولل هغه که په هر ډول شامپو یا صابون سره وي کولای سي د وریښتانو روغتیا له ستونزو سره مخامخ کړي.

۱۰: د وریښتانو ږمونځول یا برسول باید په ورځ کي تر دوه ځله زیات نسي. ځکه ډیر او په تکراري ډول سره د وریښتانو برسول د وریښتانو د توېدو لامل ګرځي.

۱۱: په نارینو کي د وریښتانو اوږدوالي هم د وریښتانو د توېډو لامل ګرځي. نو لازمه ده چي وریښتان په هرو ۳ یا څلورو اونیو کي یو ځل کوچني سي.

۱۲:د یوه ځانګړي او شخصي بالښت او کوربچې استعمال او په اونۍ کي یو ځل د هغوی د پوښونو یا مخانو تبدیلول د وريښتانو په روغتیا کي ګټور تمامیږي.



روغتيا معلوماتي
t