امريکايي سناتور: طالبان له داعش او القاعده سره د جګړې جوګه نه ده

امريکايي سناتور: طالبان له داعش او القاعده سره د جګړې جوګه نه ده

تر دې وړاندې هم مشهور امريکايي سناتور ليندسي ګراهام پر امريکا ږغ کړی چې افغانستان څخه دي د سرتيرو ايستلو په هکله غور وکړي.
نوموړي ويلي که امریکا له افغانستان وځي نو دغه هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل سي.
دده په وینا امریکا باید دې ته متوجه وي چې خپل ملي امنیت د طالبانو لاس ته سپاري او دغه ډله د القاعده او داعش پر وړاندې د جګړې جوګه نه ده.
لیندسي ګراهام زیاته کړې چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به یادې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خپل مرکزونه پراخ کړي او په دې سره به په امریکا کې یو ځل بیا د سپټمبر یوولسمه تکرار سي.
نوموړي ټرمپ ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي او استخباراتي ادارو معلوماتو ته کتنه وکړي او په دې سر خلاص کړي چې له افغانستان تر وتلو وروسته به امریکا ته کوم ګواښونه متوجه وي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې ويلي وو چې دوی به خپل سرتیري له افغانستانه وباسي خو خپل استخباراتي حضور زياتوي



،افغانستان، طالبان،له داعش د جګړې
t