د مایکا سینګهـ څخه دفاع؛ شلپا وايي، هنرسرحد نه لري

د مایکا سینګهـ څخه دفاع؛ شلپا وايي، هنرسرحد نه لري

د هند د رپ د موسیقي پر مشهور سندرغاړی مایکا سینګهـ د هند د سېنما د برخي مشرانو بندیزونه لګولي او آن هغه يي بخښني غوښتلو ته اړ ایستلی دی. دا بندیزونه وروسته له هغه پر نوموړی ولګول سول،چي هغه په پاکستان کي په یو واده کي کنسرت ورکړ.

په جیمو کشمیر کي پرهندي پوځیانو د برید څخه تراوسه د دواړو هیوادونو سیاسي او کلتوري اړیکي بیرته خپل عادي حالت ته نه دي کرځیدلي او نه د دواړو هیوادونو پر سېنمايي ستورو بندیزونه لیري کړل سوي دي.

هندي رسنۍ وايي د هند مشهور سندرغاړی مایکا سنګهـ وروسته له هغه د بندیزونو سره مخ سو، چي په پاکستان کي د پرویزمشرف د خپلوانو په یوه واده کي دعوت سو او دې هلته لاړ او کنسرت یي وړاندې کړ.

د هند مشهور سندرغاړی مایکا سینګ

د نوموړی دې کار د هند د سېنما د ځینو غړو د سخت غبرګون سره مخامخ سو اوهم يي د ځینو ملاتړ پیداکړ. د هند د تلویزون نوموتي ستورې شلپا شینډې د مایکا سینګهـ په ملاتړ ږغ پورته کړ.

نوموړي د اڼديا ټایمز سره په مرکه کي وویل:(( هنرهیڅ سرحد نه لري. زه د مایکا سینګهـ کلک ملاتړ کوم. دا ډېر د خپګان ځاي دي چي د دې له امله بخښني ته مجبوریږي. آیا هغه کوم جرم تر سره کړیدی؟.))

 

شلپا سینډې زیاته کړي:(( هغه یو هنرمند دي، هر چیري چي وغواړي کنسرت ورکولای سي. هیڅوک هغه له نفقي پیداکولو څخه نه شي منعه کولای. که چیري نن مشهور ستوري لکه هرتیکهـ روشن، سلمان خان او مایکا سنګهـ په پاکستان کي خپل هنر وړاندې نه کړي، آیا دا به د ترهګري مخنیوي وکړي.))

د هند د تلویزون مشهور ستورې شلپا شیندې او مشهور سندرغاړی مایکا سینګ

یادي ستورې همداراز زیاته کړه:(( که چیري زه پاکستان ته دعوت سم، زه به هلته خپل هنر وړاندي کړم. که څه هم دولت منعه کړي یو،زه هلته مینوال لرم، د هغوي څه ګنا ده. آیا موږ به د نصرت فتح علي خان سندرې نه اورو، ځکه هغه په پاکستان کي زیږیدلی دی.))

پاته دي نه وي چي له دي مخکي هم د هند ځيني سېنمايي ستوري او سندرغاړي د پاکستان د سېنما د ستورو د ملاتړ په خاطر د سختو غبرګونونو سره مخامخ سوي دي.  



بالیو‌‌‌‌‌‌وډ فلمي نړۍ
t