زابل ولایتي روغتون ته امبولانسونه او درمل ورکول سوي

زابل ولایتي روغتون ته امبولانسونه او درمل ورکول سوي

د زابل د سلطان ملخي توخي ولایتي روغتون امر ډاکټر محمد عباس هاشمي په ځانګړې مرکه زموږ مهمو پوښتنو ته ځوابونه وویل او د خپلو لاس ته راوړنو په هکله يې مالومات وړاندې کړل.
هاشمي وویل چې ددوی په هلو ځلو او د وزارت مقام په خاطه پاملرنه د زابل ولایتي روغتون ته د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه معیاري او پرمختللی امبولانسونه ورکول شوي

چې ددوی په ورځینو چارو کې يې خورا چټکوالی راوستلی
د ولایتي روغتون امر زیاته کړه چې د وزارت مقام له لوري په خاصه پاملرنه بغیر له رسمیاتو موږ ته د دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت درمل او نور صحي مواد راکول سوي چې په ورځني ډول ترې کار اخلو او ناروغان تداوي کوو، دا افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوه خاصه لورینه وه چې د زابل ولایتي روغتون ته يې امبولانسونه او درمل ورکړي.
ښاغلی محمد عباس هاشمي وړاندي وايې دې وړاندي ولایتي روغتون کې د طیبي او اداري پرسونل کمبود یوه لویه ستونزه وه چې په خپل راتګ سره يې ټول خالي بستونه ډک کړي او مسلکي کسان يې په دنده ګمارلي دي چې له نیکه مرغه دا مهال په هره برخه کې زابلي مختصص ډاکټران د خپلو زابلیانو درملنه کوي، او دامهال موږ په تشکیلاتي برخه کې هیڅ ستونزه نلرو.
د نوموړي په خبره له دې سره چې ولایتي روغتون کمه اندازه فیس له ناروغانو اخلي خوبیا يې هم په اوه میاشتو کې د یوه کال ټارکیټ پوره کړی او دا مهال دوی ته یوازي د درې لکه نفوس په اندازه امکانات ورکول کیږي خو دوی د یوه میلیونه په اندازه د کسانو درملنه کوي.
د ولایتي روغتون امر زیاته کړه چې دوی دا مهال د واکسینونو هر ډول لري او د ناروغانو په درملنه کې يې خورا زیاته مرسته ورسره کړې ده
هغه په وروستیو کې له زابل میشتو څخه وغوښتل چې خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړي او له دوی سره د مراجعې په وخت کې د ولایتي روغتون نظافت او دسپلین کې مرسته وکړي




t