ننګرهار – بهسود پول: د سړک دواړه غاړې پخیږي

ننګرهار – بهسود پول: د سړک دواړه غاړې پخیږي

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند بهسودو پول دواړو غاړو ته د خامه سړک د پخولو چارې پیل شوې، چې ډیر ژر به تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .

د ننګرهار د رسنیو دفتر د ټولګټو چارو رئیس انجینر حامد ضیا له قوله وايي، یادې چارې د دې ولایت د والي شاه محمود میاخیل د ځآنګړي تعقیب وروسته د بهسودو او عبدالخیلو د سړک د قراردادي لخوا پیل شوې، چې په جوړیدو سره به د ښکلا ترڅنګ د هېوادوالو ستونزې هم تر ډیره کچه حل شي .

تر دې وړاندې د بهسودو پخوانی پول د بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوی وو.



بهسودو پول بیارغوونه ننګرهار
t