بريتانيا فارس خليج ته بله بيړۍ ليږي

بريتانيا فارس خليج ته بله بيړۍ ليږي

د بيړيو جنجالي موضوع تازه راپورته سوې چې څو ځله د ايران او امريکا ترمنځ پرې کړکيچ هم جوړ سوی.
بریتانیا وايي، فارس خلیج ته درېيمه جنګي بېړۍ هم لېږي چې په دې کړکېچنه سیمه کې د بېړیو د تګ راتګ ازادي خوندي کړي.
د بریتانیا دفاع وزیر بن والېس پرون ويلي د نړۍ په هر ګوټ کې د بېړیو د ازاد تګ راتګ دفاع کوي.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د دغه هېواد جنګي بېړۍ اېچ اېم اېس دیفینډر به په خلیج کې له دوو نورو بریتانیايي جنګي بېړیو مانتروز او کینټ سره یوځای سي چې په هُرمز تنګي کې د بریتانیايي بېړیو ساتنه وکړي.
دا کړکيچ هغه مهال رامنځته ته سو کله چې دوه تيل وړونکې بيړۍ وسوځول سوې او پړه يې هغه مهال پر ايران واچول سوه




t