د افغانستان کرکټ بورډ وايي د ۴۳ کارکوونکو قراردادونه یې ختم کړي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د ۴۳ کارکوونکو قراردادونه یې ختم کړي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د ۴۳ کارکوونکو قراردادونه یې ختم کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ، د بودیجې کمښت او کاري برخه کې د غوره کیفیت رامنځته کولو په موخه د دغې ادارې د ځینو کارکوونکو قراردادونه پای ته ورسول.

((کرکټ بورډ وايي د بودیجې له کموالي سره مخامخ دي او له دې لارې یې سپما کول غواړي. بورډ وضاحت نه دی ورکړی چې په دغو کسانو کې د کومې برخې کارکوونکي شامل دي.))

خو، له شک پرته چې له یوې ادارې څخه په یو وار د ۴۳ کسانو شړل د اندېښنې، تعجب او تفکر وړ خبره ده. بله پوښتنه دا ده چې دا (دومره اضافي کسان) چا او ولې ګمارلي وو؟؟ څوک شته چې “حساب ورکړي او حساب وغواړي!”
وايي د دغو کسانو په لېرې کېدو به بورډ د کال ۱۲ میلیونه افغانۍ سپما کړي چې دا پېسې په پراختیايي او رغنیزو چارو ولګول شي.
هغه بورډ چې یو مهال به یې حق نا حقه یو شمېر سناتوران، وکیلان او نور حکومتي چارواکي هند، دوبۍ او نورو هېوادونو ته د افغانستان د لوبو لیدو ته بیول او ټول مصارف یې ورکول، اوس د خپلو کارکوونکو لپاره بودیجه نلري. بیا یې هم وایم چې دا (دومره اضافي کسان) چا او ولې ګمارلي وو؟؟ څوک شته چې “حساب ورکړي او حساب وغواړي!”



افغانستان کرکټ بورډ ورزش
t