ايران: لیکوال او طنز ليکوونکی کيومرث مرزبان په بند محکوم سوی

ايران: لیکوال او طنز ليکوونکی کيومرث مرزبان په بند محکوم سوی

پر نوموړي د ايران پر ضد د پروپاګند مقدساتو او چارواکو ته د سپکاوي په هکله تورونه دي.
نوموړی د ايران يوې ځايي محکمې په ۲۳ کاله او ۹ مياشتې بند محکوم کړ.
محکمې دى د امريکا له متحدو ايالتونو سره د همکارۍ تر څنګ په نورو تورونو محکوم کړ.
د مرزبان مدافع وکيل محمد حسين اقاسي پرون ازادي راډيو ته وويل چې موکل يې له يوه متخاصم هېواد سره په همکارۍ، د نظام پرضد په پروپاګند، دغه راز مقدساتو او چارواکو ته په سپکاوي محکوم شوى دى.
اقاسي ويلي، د دې حکم په وړاندې به د استېناف غوښتنه وکړي او دده په خبره، موکل يې د طنزي مطالبو له ليکلو او په رسنيو کې يې د هغوى له خپرولو پرته بل څه نه دي کړي.
که د دې حکم استېناف غوښتنه تأييد هم شي، دغه ٢٨ کلن ليکوال به بيا هم ١٠ کاله بند کې تېروي.
مرزبان په ۲۰۰۹ميلاډي کال له ايرانه ووت خو اته کاله وروسته بېرته ايران ته لاړ، څو خپله ناروغه انا وګوري چې د تېر کال په سپټمبر مياشت کې ونيول سو او اوس يې محکمه ترسره سوه.




t