د ويښتانو تویدلو لپاره ساده خو ښه نخسه

د ويښتانو تویدلو لپاره ساده خو ښه نخسه

ژباړه/ عبدالقیوم عاجز
په عامه توګه پياز پخلنځي کې د خوراکي موادو کتار کې راځي، پياز کولای سي چې زموږ او ستاسو خوړو ته خوند ورکړي، تعجب مه کوئ باور وکړئ پیاز کولای سي چې د ويښتانو د تویدو مخنیوی وکړي، په دې مقاله کې به له موږ سره د پیازو د اوبو په هکله واورئ چې څومره د ويښتانو لپاره ګټې لري.

د امریکا پوسټ په نوم یوې امریکايي اکډمي د مطالعاتو او مالوماتو له مخې مالومه سوې چې ۸۰ میلیونه نارینه او ښځي د ویښتانو ریزش یا ختلو باندې مبتلا دي
اصلي ترینه موضوع د ويښتانو تویدلو وارثت دی چې د اندروژنیک په نوم یادیږي ځینو وختونه د یو شمېر د کارونې او یا د هورموني تغیراتو له امله هم منځ ته راځي
ددې ستونزې د له منځه وړلو لپاره چې شاید ددې په هکله ډیرو خلکو نه وي اوریدلي د پيازو د اوبو له خواص څخه د ويښتانو د ریزش او تویدو مخنیوی دی
د پیازو جوس یا اوبو په هکله په لاندې ډول مالومات درکوو
پیاز د ډیرو معدني موادو په درلودلو سره د ويښتانو لپاره ګټور خواص لري
کوم کسان چې له پیازو سره حساسیت لری باید د پيازو له اوبو څخه استفاده ونکړي
کچیري د پیازو د اوبو بد بوی ځي نو بیا ورسره د ګلابو او لیمو اوبه ورسره ګډې کړئ
که څه هم د دې میتود شهرت مخ په ډیریدو دی، نو اوس هم د ویښتانو لپاره د پیازو د اوبو په هکله ډيري څيړنې ته اړتیا ده
ایا دا کار ویښتانو ته ګټه لري
څیړونکو لاهم د ویښتو لپاره د پیاز جوس د ګټې او تاوان په اړه یوې حتمي پایلې ته نه دي رسیدلي.
یو کوچنی تحقیق چې په پوسټ مجله کې يې نتایج خپاره سوي وو مخشصه سوې وه چې په سرباندې د پیازو د اوبو وهل په ډیرو ځایونو کې د ويښتانو د راتلوو سبب سوي دی
دا څیړنه په داسې کسانو ترسره سوې چې اندېښنه نلری څیړونکو موندلې چې په ورځ کې دوه ځلې د پیازو د اوبو استعمال دوه اونۍ وروسته ويښتانو په رشت پیل کړی وو تقریبا ۷۴٪ ګډونوال له څلورو اونیو وروسته ۷۸٪ ګډونوال له ۶ اونیو وروسته يې ويښتانو یو ځل بیا په ډیریدو اولویدو پيل کړی وو، د څیړنې برخه وال هم ښځي هم نارینه وو چې مالومه سوه تر ښځو د سړیو ويښتانو ژر رشت وکړ، په دې څېړنه کې یوازي ۳۸ کسانو برخه درلوده.
پياز څومره د ويښتانو په زیاتیدو کې مرسته کوي
په پیازو کې شته مغزي مواد چې بطپه موضعي توګه سره د سرپه پوست ووهل سي د ويښتانو د فولیکول د تغذیې سبب کیږي، د ویښتانو فولیکول د ویښتانو د ضخامت روښنايي او ټینګیدولامل ګرځي، همداشان دا مغزي مواد د ويښتانو زیاتیدو خوشبویی او تویدو مخه نیسي همداشان ډیری خلکو د نوي ویښتانو لپاره د پیازو اوبه ګټورې وبللې، همدا دلیل دی چې د پيازو اوبه د ويښتانو په زیاتیدو کې مرسته کوي.
د خوړو وړ سلفر په پیازو کې
د ویښتو او د هغې د ودې لپاره د پیاز جوس په اړه یو تیوري موجوده ده، چې د خوړو وړ سلفر پیاز ته بیرته راستنیږي.
ګوګرد یا سلفر په بدن کې یو له عام منرالونو څخه دی، بدن د اندزایمو او پروټینو د تولید لپاه کاپي ګوګرد یا سلفر ته اړتیا لري، سلفر په کریمین کې هم شتون لري ، کوم چې د ویښتو اصلي جوړښت تشکیلوي، همداشان په پیاز کې شته سلفر د ویښتو د ودې لپاره اړین تغذیه کې مرسته کوي او ویښتان زیاتوي، همداشان په پیازو کې شته سلفر کولای سي د ويښتانو د زیاتیدو سرعت زیات کړي
د میکروب ضد خاصیت
پیاز د میکروب ضد خاصیت په درلودلو سره د انتاناتو او د پوست د ککړتیا مخنیوي کې مرسته کوي، یو وخت انتان کولی سي د ویښتو له لاسه ورکولو لامل سي، د سرسالم پوست ښايي قوي ترین فولیکولونه هم ولري.
انتي اکسیدانونه
پیاز د زردینه غوندي اکسیدان لرونکي خاصیت لري او داسې باور شتون لري انتي اکسیدانونه د ازادورادیکالونو په وړاندې د بدن ساتنه کوي رادیکالونه د انسان د عمر له زیاتیدو سره په اړیکه کې دي د مثال په ډول ازاد رادیکالون د ویښتانو د فولیکولونو د له منځه تللو سبب کیږي چې له امله يې د ویښتانو رزیش او لنډیدو سبب کیږي د ازادو رادیکالونو کنټرول او کمول د ويښتانو د فولیکول د مخنیوي لپاره هم ګتور تمامیږي
د پیازو د اوبو د استفادې میتود
هغه کسان چې غواړي د ویښتانو لپاره د پیازو له اوبو څخه استفاده وکړي، د یو څو ساده کارونو په ترسره کولو کولای سي له یوې مثبتي پایلي څخه برخمن سي، د پیازو د اوبو د برابرولو لپاره لاندې مراحل ترسره کړئ
څلور برابر پیا را واخلئ او هغه په څو برخو وویشئ
د پیازو په کښېکښلو یا د میوې له جوسر څخه په کارونې سره د پیازو اوبه وباسئ
یو بله لاره چاره د مسکر په وسیله کولای سو خالصه پیاز ایستل دا خالصه پیاز را واخلئ په یوه مناسب دسمال د پنیز یا چیکدې چې وي ويې پیچۍ او فشار ورکړئ
کله چې مو د پیازو اوبه په لاس راوړې د سر په پوست او د ږیري په ويښتانو يې ووهئ
د خوشبو د څو معطرو څاڅکو یو د نعنا پلیو او داسې نور تیلو په وسیله کولای سئ د پیازو د تیز بوی مخنیوی وکړئ
ددې نخسې جانبي عوارض
کوم کسان چې الرژي لري نو شاید دا ډول د پیازو کارونه ورته ستونزې جوړې کړي، په ډیری کسانو کې ښايي د پوست د خارښت سبب هم سي
ددې لپاره چې له الرژي څخه باوري سئ باید لږ د پیازو اوبه په خپل پوست ووهئ، تاسو یوه اندازه د پیازو اوبه په خپلو ورنو یا د غوږ شاته ووهئ او څو دقیقې صبر وکړئ که تاسو د پوټکي خارش ولرئ ، نو غوره به نه وي چې د پیازو اوبه وروسته په سر باندې ووهئ
هیره مو نه وي چې د پیازو د اوبو د استعمال پر مهال د سترګو ساتنه وکړي ځکه کچیري مو په سترګه کې دا اوبه توی سي سترګې مو سرې کیږي او خارښت کوي کچیري خدای ج ناخواسته داسې کار ستاسو څخه ترسره سو نو سمدلاسه مو سترګه ومینځئ
لکه څومره چې دا نخسه جانبي غوارض نلري خو د پیازو د اوبو تیز او خراب بو ی کولای سي د درملنې په وخت کې ځینې خلک پښیمانه کړي خو تاسو پوهیږئ چې د ښې درملنې لپاره باید دا کار څو ورځې پر لپسې ترسره کړئ
د پای خبرې
د پیازو اوبه د ډیری خلکو لپاره ګټورې دي او د ويښتانو د بیرته شنه کیدو سبب یې کیږي همداشان ډیر ژر ددې اوبو په وسیله نسي کولای چې د ویښتانو د ژر غټوالي سبب سي هغه باید انتظار وکړي او څو اونۍ پر لپسې ددې نخسې په ورځ کې په دوه ځله کارونې سره باید انتظار و اوسي چې څه وخت يې ويښتان شنه کیږي
په دې برخه کې څیړنې کمې دي اوس هم په دې نتیجه نه یو رسیدلي چې د درملنې د دریدلو وروسته دي ویښتان وده او نمو وکړي
وروستۍ خبره داده چې د پیازو د اوبو په وسیله د وېښتانو درملنه معجزوي شکل نلري هغه کسان چې د پیازو له اوبو سره حساسیت ونلري دا درملنه ورته بې خطره ده، د پیازو د اوبو اماده کول او هغه استعمالول سخت کار نه دی اوکچیري دا درملنه نتیجه ورنکړي نو بیا هم نورو ویښتانو ته تاوان نلري
هغه کسان چې د ويښتانو تویدو سره مخ دي باید یوځل د پیازو د اوبو د استعمال دا نسخه وکاروي ځکه پښېماني نلري




t