د ګرجستان په ابخازیا سیمه کې ولسمشري ټاکنې ترسره سوې

د ګرجستان په ابخازیا سیمه کې ولسمشري ټاکنې ترسره سوې

د اسیمه روسیې په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې په رسمیت وپيژندله او دادی اوس يې د جمهوري ریاست لپار ټاکنې ترسره سوې دې ټاکنو ته اته کسه نوماندان وو.
د سیمه ییزو چارواکو په خبره د ابخازیا د بېلتون پالو مشر راول خادژیمبا په پرونیو انتخاباتو کې له اتو سیالانو سره مخامخ و.
په ۱۵۲ د رأیې په مرکزونو کې ۱۱۶ زره کسان د رأیې ورکولو لپاره راجستر شوي وو، چې تیره ورځ يې خپلې رایې د جمهوري ریاست نوماندانو ته وکارولې، د ګرجستان ولسمشر سالوم زوبرا بیشویلې د ابخازیا پروني انتخابات یو شرم بللی دی.
ګرجستان دا اقدام د دغه هېواد د ملي حاکمیت څخه د سرغړونې په توګه غندي، خو تراوسه يې کوم رسمي اقدام نه دی کړی




t